د لاس رسي وړ اتصالات

راحیل شریف: په پوله استخباراتي اړیکې ښې شوي


راحیل شریف او عبدالله عبدالله د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ وروستۍ اړېکې او د باور د فضاء رامنځ ته ډیر ښه وګڼل.
راحیل شریف او عبدالله عبدالله د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ وروستۍ اړېکې او د باور د فضاء رامنځ ته ډیر ښه وګڼل.

د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف چې نن افغانستان ته تللی او هلته یې خبریالانو ته ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پوله استخباراتي اړېکې په بې سارې ډول ښې شوي دي.

د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف او ددغه هیواد د استخباراتي ادارې ای ایس ای مشر رضوان اختر چې نن کابل ته تللي دي، نن ماښام له اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې دا څرګندونې کړي دي.

راحیل شریف او ډاکټر عبدالله عبدالله دواړو د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ وروستۍ اړېکې او د باور د فضاء رامنځ ته ډیر ښه وګڼل.

پدغه کتنه کې د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف چې د ای ایس ای مشر رضوان اختر یې ترڅنګ ناست وو وویل، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې استخباراتي او د دواړو هیوادونو د اردوګانو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ نوي نوښتونه په ښه شکل پرمخ ځي او مثبت دي.

راحیل شریف ډاکټر عبدالله عبدالله ته وویل ‪"‬د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی او تر پایه به له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.‪"‬

بل لورته اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل پدې وروستیو کې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت او د پاکستان ترمنځ د باور فضاء ښه شوې، او هېله لري، چې د ګډ تهدید مخه ونیسي.

اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل ‪"‬د لوګر او د لاهور نننۍ پېښې دا ښيي، چې دواړه ملکونه له ګډ تهدید سره مخ دي. او تمه لرم چې د راحیل شریف دا سفر او نور سفرونه ددغه تهدید په مقابل کې ګټور تمام شي.‪"‬

دا ډول له ارګ نه خپرې شوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د غرمې وروسته په ارګ کې د پاکستان د اردو له لوی درستیز راحیل شریف سره چې د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی دی، کتلي دي.

د ارګ دا بیان وایي چې په دغه کتنه کې په داسې حال کې چې پاکستاني پلاوي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د هغه هېواد د همکارۍ تعهد تکرار کړ، په دې لاره کې یې د پاکستان له اقداماتو څخه هم خبر ورکړ.

د جمهوري ریاست په بیان کې ویل شوي چې د پاکستاني پلاوي پیغامونه مثبت او د هغوی د تعهد ښکارندوی و.

دا بیان وایي چې د دغو اقداماتو نتیجې به په راتلونکو اوونیوکې واضح او روښانه شي.

دجمهوري ریاست په بیان کې ویل شوي چې افغانستان دولت انتظار لري چې د پاکستان تعهد او اقدامات او همدارنګه دوه اړخیزې همکارۍ په دواړو هېوادونوکې د سولې د ټینګښت په لاره کې مثبتې پایلې له ځان سره ولري.

د جمهوري ریاست بیان وایي چې راحیل شریف او د پاکستان د استخباراتي شبکې مشر رضوان اختر د افغانستان د ملي امنیت د شورا له رئیس حنیف اتمر سره هم کتلي دي.

XS
SM
MD
LG