د لاس رسي وړ اتصالات

پر ماشومانو جنسي تیري کوونکي دې عام محضر کې اعدام شي – پاکستانی وکیل


د یوې نوې لایحې په اساس چې د پاکستان پارلمان ته وړاندیز شوې، پر ماشومانو جنسي تیري کوونکي باید د ١٠٠ تنو په وړاندې په دار وځړول شي.

پاکستاني قانون جوړونکي جیمز اقبال، پدې وړاندیز کې ویلي دي که یو شخص ٢١ کلن وي او د اوه کالو ټیټ عمر لرونکي ماشوم باندې جنسي تیری وکړي باید دوه میلیونه روپۍ نقدي جریمه، ٢٥ کاله زندان او د ١٠٠ تنو په وړاندې په دار وځړول شي.

ددغې لایحې له مخې که قرباني شوی ماشوم له اوه کالو زیات او له لسو کالو ټیټ عمر ولري، تیری کوونکی باید تر ډیره په عمري بند، حد اقل ١٠ کاله زندان او ٥٠٠ زره روپۍ نغدي جریمه شي.

ددغې لایحې له مخې که قرباني له لسو کالو زیات او له ١۴ کالو کم عمر ولري، تیري کوونکی کس باید تر ډیره په عمري بند، حد اقل اوه کاله بند او ٢٠٠ زره روپۍ نغدي جریمه شي. که قرباني شوی کس له ١٨ کالو ټیټ عمر ولري تیري کوونکی دې حد اکثر په عمري بند، حد اقل پنځه کاله بند او ٥٠ زره روپۍ نغدي جریمه شي.

پدغه لایحه کې ویل شوي چې په پاکستان کې ماشومان هره ورځ د جنسي تیریو او زورونې سره مخامخ دي او په یو شمیر قضیو کې وژل کیږي او جسدونه یې په ډیران کې اچول کیږي.

د استازو په مجلس کې له تصویب کیدو وروسته دغه لایحه د سنا مجلس ته استول کیږي او په پای کې باید د پاکستان صدراعظم هغه لاس لیک کړي.

پر ماشومانو باندې د جنسي تیري او زورونې په وړاندې د مبارزې د غیر دولتي سازمان د رپوټ له مخې په ٢٠١٨ کال کې په پاکستان کې پر ماشومانو باندې د جنسي تیري شاوخوا ۳۸۳۲ قضیې رپوټ شوی وې چې له دې جملې نه ٥٥ فیصده یې نجونې او ۴٥ فیصده نور هلکان وو.

XS
SM
MD
LG