د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني چارواکي ادعا کوي پیښور کې یې د داعش ۴ افغان غړي نیولي


په پاکستان کې چارواکي وایي سه شنبه سپټمبر ۲۶ (تلې ۴) په پیښور کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګې څلور غړي نیولي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد مبارزې سیمه ایز ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا څلور واړه نیول شوي د افغانستان اتباع دي او د پیښور په ښار کې په امنیتي ځواکونو او مذهبي اقلیتونو د بریدونو په پلان جوړولو کې یې لاس درلود.

د داعش خراسان څانګې ادعا کړې وه چې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د جنوري په میاشت کې د پیښور په یو جومات کې په شعیه ګانو برید همدې ډلې کړی و چې نږدې سل تنه پکې وژل شوي و.

داعش خراسان څانګې همدارنګه د اګست په میاشت کې په باجوړ کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام په یوه غونډه کې چې د دغه ګوند سلګونه پلویان په‌ کې راټول شوي وو، د ځانمرګي برید د کولو ادعا وکړله چې لږ تر لږه ۵۴ کسان پکې وژل شوي و او شاوخوا ۲۰۰ نور په کې ټپیان شوي و.

د اسلامي دولت د خراسان څانګه (داعش) په افغانستان کې د طالبانو د یوې سیالې ډلې په توګه ګڼل کیږي. دغې ډلې د ۲۰۲۱ اګسټ په میاشت کې پر افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ وروسته ددغه هیواد په مختلفو سیمو کې بریدونه زیات کړي دي.

دا په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو راهیسې څوم ځل دی چې پاکستاني چارواکي ادعا کوي پدې هیواد کې د نا امنیو په پیښو کې افغانان لاس لري.

د پاکستان مخکني صدراعظم شهباز شریف هم د اګست په میاشت کې ویلي و چې په هغه هیواد کې په وروستیو ځانمرګو بریدونو کې "افغان اتباعو" لاس درلود او ادعا یې کړې وه چې پاکستاني سخت دریځه وسله وال په افغانستان کې له خپلو پناه ځایونو څخه فعالیت کوي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا دا ډول تورونه نه مني او وایي هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي. هغوي دا هم وایي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې په دغه هېواد کې د پټیدو خوندي ځای ولري.

پاکستاني چارواکي داسې مهال د داعش – خراسان څانګې ددې غړیو د نیولو خبر ورکوي چې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټام ویست هم وویل چې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو لویه اندېښنه د داعش د خراسان څانګې شتون او فعالیت دی.

خو د متحده ایالاتو دې جګپوړي چارواکي وویل چې په افغانستان کې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال راپدیخوا د داعش-خراسان څانګې پر ضد د طالبانو مبارزه بریالۍ وه او پدې مودې کې د دې ډلې لږ تر لږه ۸ مهم غړي وژل شوي چې په نورو هیوادونو کې د بریدونو کولو په پلان جوړولو کې یې لاس درلود.

ویسټ وویل چې د طالبانو د "سختې مبارزې" له کبله چې همدا اوس هم روانه ده، د داعش-خراسان څانګې وړتیا د پام وړ توګه کمزورې شوې خو تر څنګ یې وویل چې متحده ایالات د دې ډلې د شتون په هکله ځکه اندیښنه لري چې د افغانستان څخه د باندې بریدونو هیله لري.

ځانګړي استازي د داعش-خراسان پر ضد د طالبانو دا مبارزه د افغان ولس لپاره هم "مثبته" یاده کړه ځکه چې د هغه په وینا د همدې مبارزې له کبله په افغانستان کې په ځانګړې توګه په شعیه ګانو او هزاره ګانو هغه شان بریدونه ندي لیدل شوي چې د اپریل په میاشت کې شوي و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG