د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان جلال اباد کې خپله قونسلګري تړلې ده


پاکستان په کابل کې د سفارت ترڅنګ د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې قونسلګرۍ هم لري.l
پاکستان په کابل کې د سفارت ترڅنګ د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې قونسلګرۍ هم لري.l

په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خبره پاڼه کې ویلي دي چې د ننګرهار والي حیات الله حیات د قونسلګرۍ په داخلي چارو کې مداخله کوي، چې د همدې له امله یې د ننګرهار ولایت په مرکز د جلال اباد په ښار کې خپله قونسلګري تړلې ده.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې تر هغې، چې د قونسلګرۍ امنیتي چارې د پخوا په څېر نه وي سبمال شوې قونسلګري به بنده پاتې شي.

خو د ننګرهار والي حیات الله حیات نن د شنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې خبریالانو سره په خبرو کې دا تورونه رد کړل او ویې ویل، چې د ننګرهار ولایت مقام د قونسلګرۍ په داخلي چارو کې هیڅ ډول مداخله نه ده کړې.

ښاغلي حیات وویل" موږ په جلال اباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ له کارونو خوښ نه وو، هره ورځ پکې په لکونو پیسې ښکته پورته کېدلې او زموږ د معلوماتو له مخې قونسلګرۍ کې په هره ویزه باندې له پنځه زره څخه تر شل زره پاکستانۍ کلدارې اخیستل کېدلې".

د ننګرهار والي په ټینګار وویل، چې هیڅ چاته به د غیر قانوني کړنو اجازه ورنه کړي.

ښاغلي حیات وویل "موږ د قونسلګرۍ په داخلي چارو کې مداخله نه کوو، خو هیڅ چاته دا اجازه هم نه ورکوو چې د قونسلګرۍ د باندې زموږ د خلکو په عزت لوبې وکړي، ناقانونه پیسې ترې واخلي".

د ننګرهار ولایت مقام څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ننګرهار والي په دغه ولایت کې د کلدارو د بندېدو په اړه جدي اقدامات پیل کړي، ځکه نو قونسلګرۍ پر والي تورونه پورې کړی چې ګنې په داخلي چارو کې یې لاسوهنه کوي.

که څه هم موږ هڅه وکړه چې په ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ له چارواکو سره خبرې وکړو، خو بریالي نه شوو.

نن شنبه هم ګڼ خلک جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې د ویزې اخیستو لپاره ولاړ و، خو د قونسلګرۍ دروازې تړل شوې وې.

جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ ته هره ورځ سلګونه کسان د ویزو اخیستو لپاره ورتلل چې د ختیځ زون سربېره د خوست، پکتیا او یو شمېر نورو ولایتونو خلکو هم په جلال اباد کې ویزې اخیستې، خو اوس د دغې قونسلګرۍ د بندیدو له امله خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG