د لاس رسي وړ اتصالات

د هند او پاکستان سیالي: د پاکستان روزونکی وایي تېز توپ اچوونکي مهم نقش لري


ټاکل شوې چې هند او پاکستان د کرکټ د اتلانو جام په روانو سیالیو کې د یکشنبې په ورځ د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې مخامخ شي.

د پاکستان روزنکی عاقب جاوید چې پخپله یې هم د ملي لوبډلې پخوانی تیز توپ اچونکی تیر شوی وایي چې د هند په مقابل کې به تیز توپ اچوونکي د لوبې په ګټلو کې مهم نقش ولري.

هند خپله لومړۍ لوبه له بنګله دیش ګټلې خو پاکستان بیا په نیوزلینډ بایللې او د پاکستان لوبډله د نیمه پای لوبې تګ لپاره باید د یکشنبې ورځې لوبه له هند وګټي.

سره لدې چې د پاکستان دریو تیز توپ اچوونکو، شاهین شاه افریدي، نسیم شاه او حارث روف د نیوزلینډ سره په لوبې کې په ۳۰ اورونو کې ۲۱۴ منډې ورکړې وې خو عاقب جاوید وایي چې د هند سره په لوبې کې به دا لوبغاړي ښه وځلیږي.

هغه زیاته کړه، " مونږ درې متخصصین او تر ټولو غوره توپ اچوونکي لرو".


عاقب جاوید دا درې واړه تیز توپ اچوونکي د وسیم اکرم، وقار یونس او خپل ځان سره پرتله کړل چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې د پاکستان د کرکټ لوبډلې د ملاتیر بلل کیدل.

هغه وویل چې د هند په مقابل کې لوبه ځانګړی حس لري او زیاته یې کړه چې دا درې تیز توپ اچوونکي ښایي یوه ځانګړې کارنامه وکړي.

سره لدې چې پاکستان د دې لوبو کوربه دی خو د هند لوبډلې د امنیتي دلایلو له کبله پاکستان ته له ورتګ انکار وکړ او پریکړه وشوه چې د هند ټولې لوبې به د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG