د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د شنبې په ورځ د قرنطن محدودیتونه لغو کیږي


د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې د شنبې د ورځې څخه به په هیواد کې د روناویروس په وجه لګول شوي محدودیتونه لغو کړي.

عمران خان نن د پنجشنبې په ورځ می اوومه (غوایي ۱۸) په یوه تلویزیوني وینا کې وویل چې د کروناویروس په وجه د قرنطین محدودیتونه به ورو ورو راکم کړي، خو په وینا یې که ولس روغتیایي لارښونې په پام کې ونه نیولې بیرته به هیواد قرنطین کړي.

ښاغلي خان زیاته کړه چې دغه تصمیم یې پدې خاطر نیولی چې زیات شمیر ناداره خلک او کارګران نشي کولای د قرنطین په صورت کې خپل ژوند پرمخ بوزي. هغه اعتراف وکړ چې دا تصمیم یې پداسې حال نیولی چې د کروناویروس په پاکستان کې لاهم مخ په زیاتیدو دی.

د پاکستان حکومت شاوخوا پنځه اونۍ مخکې په هیواد کې قرنطین اعلان کړ او پدغه موده کې پدې هیواد کې د کروناویرس څه دپاسه ۲۴ زره مثبتې پیښېثبت شوی دي او ددې جملې نه ۵۶۴ کسان مړه شوي دي.

د رپوټونو له مخې په پاکستان کې قرنطین په سمه نه مراعت کیږي او ویل شوي چې د روژې د میاشتې په ترڅ کې په جوماتونو کې په ډله ییزه توګه لمونځونه او تراویح کیږي او په زیاتو جوماتونو کې د حکومت هدایاتو ته پاملرنه نه کیږي.

په پاکستان کې ډاکټرانو له حکومت نه غوښتي وو چې قرنطین دې په جدي توګه عملي کړي ځکه چې په پراخه توګه ددغه وبا په خپریدو سره پاکستان د ناروغانو د علاج وسایل او طبي عمله نه لري.

د روغتیا د نړیوال سازمان ډبلیو اچ او، خبرداری ورکړی چې حکومتونه باید د قرنطین په لېرې کولو کې له احتیاط نه کار واخلي. ددې سازمان رئیس تیدروس ګبریاسس د چهارشنبې په ورځ می ۶ په ژنیو کې د کروناویرس په اړه وویل چې که چیرې هیوادونه عادي حالت ته د ګرځیدو پړاونه په احتیاط سره ترسره نکړي، بېرته قرنطین ته د تللو خطر واقعي دی.

XS
SM
MD
LG