د پاکستان د لاهور عالي محکمې د جمعې په ورځ (سپټمبر ۱۱) د پاکستان طبي شورا هغه لارښوونې وځنډولې چې له مخې یې د طب د برخې افغان محصلینو ته افغانستان ته د بېرته ستنېدو امر شوی و.
تر دې مخکې په پاکستان کې د طبي زده کړو ګڼو کالجونو افغان محصلینو ته په څلرویشتو ساعتونو کې له پاکستان څخه د وتلو امر کړی وو.
په پاکستان کې یوه میشت محصل امریکا غږ ته ویلي دي چې د پاکستان طبي شورا دغه پریکړه د یوې اوونۍ لپاره په دې هدف ځنډول شوې ده چې محصل اړوندو اداراتو ته مراجعه او اسناد یې وکتل شي.
وروسته له هغې چې په پاکستان کې د طبي زده کړو افغان محصلینو ته لارښوونه وشوه چې له پاکستان څخه ووځي، دغو محصلینو د لاهور عالي محکمې ته عریضه وکړه.
د دغو محصلینو شمېر چې دیارلس کسان ښودل شوی، استدلال کوي چې د پاکستان طبي شورا له خپل قانوني واک څخه زیاتی کړی او له محکمې یې وغوښتل چې دغه لارښوونې غیرقانوني او له اساسي قانون سره په ټکر کې اعلان کړي.
د پاکستاني رسنیو د راپور پر اساس، د لاهور عالي محکمې قاضي خالد اسحال ددغه حکم په صاردولو سره له ټولو اړخونو غوښتل شوي چې د سپټمبر تر اتلسمې نېټې پورې خپل ځوابونه وړاندې کړي.
چارواکو ویلي چې له محصلینو څخه د هغوی د نظر له اخیستو پرته د هغوی د زده کړو د ځنډولو پرېکړه شوې او د هغوی د زده کړې، ژوند او انساني کرامت حقونه تر پښو لاندې شوي دي.
خو د پاکستان د طبي شورا چارواکو د لارښوونو ځنډولو سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې دا موضوع له ملي امنیت سره تړاو لري.
د دې پرېکړې له اعلان وروسته د هغو افغان محصلینو لپاره اندېښنې زیاتې شوې چې لا هم په پاکستان کې دي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو د محدودیتونو او د لوړو زده کړو د ممانعت له امله له هېواده وتلي دي.
د بشري حقونو او د زده کړو د برخې فعالانو مخکې هم خبرداری ورکړی چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغانانو پر لوړو زده کړو محدودیتونه کولی شي د جګړې او سیاسي بې ثباتۍ له امله بېځایه شویو ځوانانو ته د زده کړو فرصتونه نور هم کم کړي.
فورم \ دبحث خونه