د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ریښمو دلارې مصارف راکموي


د پاکستان د اورگاډو د چارو وزیر شیخ رشید په لاهور کې یوې غونډې ته ویلي دي چې د چین سره د ریښمو د لارې د جوړولو مصرف ٢ ملیارد ډالره راکموي.

د پاکستان او د چین د دغې لویې پروژې د یوې برخې چې د کراچۍ نه واخله تر پېښور پورې لویه لاره جوړوي، د ٨٢ ملیاردو ډالرو د لگښت امکان و خو د زیات مصرف له کبله دغه پروژه یو څه وځنډیده.

دغه ورستی بدلون د پاکستان د هغو هڅو نتیجه ده چې غواړي د چین سره د یو کمر بند او سړک په پروژه له سره غور وکړي. بیجنگ په دغه پروژه کې د ٦٠ ملیاردو ډالرو د مصرفولو ژمنه کړی خو د پاکستان نوی صدراعظم عمران خان د چین د سرمایې په اړه احتیاط کوي.

شیخ رشید په خپله وینا کې وویل چې پاکستان یو غریب ملک دی او د سترو پورونو بار نشې زغملی. هغه زیاته کړه مونږ د چین سره د اورگاډو د پروژې لگښت د اتو ملیاردو ډالرو نه د شپږو ملیاردو ډالرو پورې راکموو.

هغه وویل چې حکومت د کراچۍ نه د پیښور پورې د لوی لارې جوړولو ته اوس هم ژمن دي خو لا هم کوښښ کوي چې دغه مصارف د ٦ نه ۴ ملیاردو ډالرو ته راکم کړي.

امریکا د چین د یو کمربند یو سړک په پروژو نیوکې کوي او خبردارې یې ورکړیدی چې دا به غریب ملکونه د پورونو د بار لاندې کړي او بیا به دغه ملکونه پورونه نشې ادا کولی.

چین د امریکا دغه تورونه ردوي او وایي چې دغه پورونه به د دواړو ملکونو په گټه وي.

XS
SM
MD
LG