د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې بشري ناورین په پراخیدو دی


د نړۍ روغتیای سازمان وایی چی په دی تیره یوه میاشت کی تقریبآ څلور میلیون خلکو د اسهالاتو، تنفسی او جلدی ناروغیو لپاره د طبی مرستو د لټولو هڅه کړی ده.

دغه اداره وایی چی د بلوچستان او سند په ایالتونو کی د ملاریا واقعات زیات شوی دی. د سند په ایالت کی نن په نور سیمو کی هم سیلابونه راغلی دی .

تیره اونۍ د دی سیمی نه له هغه وروسته چی د اندوز سیند تغیانی شو تقریبآ یو میلیون خلک د خپلو کورونو نه بی ځایه شول.

د دی یوی میاشتی راهیسی په پاکستان کی د موسمی بارانونو له امله تقریبآ ١٦٠٠ کسان مړه شوی دي او کوم شل میلیون خلک زیانمن شوي دي او د پاکستان د خاوری پنځمه برخه تر اوبو لاندی شوی ده.

خارجی ملکونو د پاکستان سره د سل گونو میلیونو ډالرو مرستی ژمنه کړی ده.

هند نن اعلان وکړ چی هند به د پاکستان سره خپله مرسته د پنځو میلیونو نه ٢٥ میلیونو ته زیاته کړی.

XS
SM
MD
LG