د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني پانگه والو په یوه ورځ ۴٠٠ میلیارده روپۍ تاوان کړی


تحقیقاتي ټیم په نواز شریف، د هغه په دوو زامنو حسین نواز او حسن نواز او د هغه په لور مریم نواز د فساد تورونه لگولې دي
تحقیقاتي ټیم په نواز شریف، د هغه په دوو زامنو حسین نواز او حسن نواز او د هغه په لور مریم نواز د فساد تورونه لگولې دي

د پاکستان سیاسي حالاتو په وجه د هغه هیواد د اسعارو مارکیټ له کړکیچ سره مخامخ شوی او پانگه والو د اسعارو د بیو د غورځیدو له کبله په یوه ورځ ۴٠٠ میلیارده ډالر تاوان کړی دی.

کارپوهان د اسعارو بازار د پاکستان له روانو سیاسي حالاتو سره تړلې بولي او وايي پر صدراعظم نواز شریف د فساد وروستیو تورونو، د اسعارو بازار بې ثباته کړی دی.

د رپوټونو له مخې د پاکستان د اسعارو مارکیټ څه دپاسه دوه زره پواینټه راښکته شوی دی. د پاکستاني روپۍ ارزښت هم د ځینو بهرنیو پیسو په وړاندې راټیټ شوی او دا مهال یو امریکايي ډالر څه دپاسه ١٠٥ کلدارو پلورل کیږي.

د پانگه اچونې او مالیاتو (انویست منت او فینانس) یوې کمپنۍ غړی مزمل حسن وایي تر هغه چې د سیاسي حالت تگ لوری نه وي څرگند شوی پانگه والو ته به نور زیان هم ورسیږي. د هغه په وینا سیاسي حالاتو د پاکستان پر بازار بد اثر اچولی دی.

ښاغلی حسن که وضیعت همداسې نور هم خراب شو او صدراعظم استعفا ونه کړه نو سیاسي کړکیچ به رامنځ ته شي او پانگه وال به نور هم وځپل شي.

د جي آی ټي په نامه د سترې محکمې گډې تحقیقاتي ډلې خپل رپورټ د دوشنبې په ورځ سترې محکمې ته وړاندې کړی دی چې وایي "د صدراعظم نواز شریف او د کورنۍ د عوائدو نه دا نه معلومیږې چې هغوی دومره جایدادونه له کومه کړیدي."

تحقیقاتي ټیم په نواز شریف، د هغه په دوو زامنو حسین نواز او حسن نواز او د هغه په لور مریم نواز دغه تورونه لگولې دي.

XS
SM
MD
LG