د لاس رسي وړ اتصالات

پرپاکستان د بې پېلوټه الوتکې د استعمال مقررات سخت شوي


پرپاکستان د بې پېلوټه الوتکې د استعمال مقررات سخت شوي
پرپاکستان د بې پېلوټه الوتکې د استعمال مقررات سخت شوي

دامرېکا ېوه مشهوره ورځپاڼه رپوټ ورکوي چې دامرېکا د استخباراتو ادارې هغه اصول او مقررات ټېنگ کړیدي چې د بې پېلوټه الوتکو داستعمال لپاره ټاکل شویدي. دوال سترېت ژورنال ورځپاڼه د پنجشنبی په ورځ رپوټ ورکوي چې دغه مقررات ددې لپاره وضع شول چې نظامي او دپېلوماتکو چارواکو شکاېت وکړ چې د بې پېلوټه الوتکو پراخه برېدونه د امرېکا اړېکې له اسلام اباد سره خرابوي.

وال سترېت ژورنال لېکي چې دا نوي اصول دهغې مبارزی نتېجه ده چې د پردې ترشا د امریکا د استخباراتو دمرکزي ادارې او د امرېکا د نظامي او دېپلوماتیکو چارواکو ترمنځ روانه ده.

دامرېکا د استخباراتو مرکزي اداره غواړي چې مشکوکې ترهگرې ډلې تعقېب کړي خو د امرېکا نظامي او دېپلوماتیکي منابعې له پاکستان سره دامرېکا د اړېکو د خرابوالي په برخه کې اندېښنه لري.

دغه ورځپاڼه لېکي چې په دغو بدلونونو کې د امرېکا خارجه وزارت ته ډېر صلاحېت ورکړل شوېدی چې دبرېدونو په برخه کې فېصله وکړي. بل بدلون دا دی چې د پاکستان چارواکو ته مخکي له مخکي نه خبر ورکول کېږي چې نور عملېات به هم سرته ورسېږي. دغه عملېات به هغه وخت په ټپه درېږي چې د پاکستان چارواکي دامرېکا په سفر بوخت وي.

د وال سټریت ژورنال ورځپاڼه، ددغو بدلونو په برخه کې رپوټ ورکوي چې بدلونونه داسې ندي چې په اصطلاح له سی آې اې نه د موټر کیلي گانې واخېستل شوې او نور ېې نشي چلولای، بلکې بدلونونه داسي دي چې اوس به په دې موټر کې نورکسان هم وي چې د بې پېلوټه الوتکږد برېد ونو په فېصله کې به شریک وي. ورځپاڼه لېکي چې په دې بدلونونو باندې د سږکال دمارچ دمېاشتې د وژونکي برېدونو نه وروسته بحث پېل شو، په ځانګړې توګه هغه وخت چې د مارچ دمېاشتی په 17 پاکستان په دې موافقه وکړه چې د امرېکا قراردادي چې دوه پاکستانېان ېې وژلی وو خوشي کړي.

دامرېکا چارواکي په ښکاره په دې اعتراف نه کوي چی دوي په پاکستان کې دننه د بې پېلوټه الوتکې برېدونه کوي. خو په شخصي توگه ېې څو خبري منابعو ته ددغه راز پروگرام موجودیت تصدېق کړېدی. پاکستاني مشرانو دغه برېدونه د دوي پر خاورې باندې د تېري په توگه غندلي دي.

XS
SM
MD
LG