د پاکستان استخباراتی چارواکي وایی چی د افغانستان د سرحد سره نژدی د پاکستان په قبایلی سیمه کی د امریکا د توغندی په یوه حمله کی لږ تر لږه لس یاغیان وژل شوی دی.
چارواکي وایی چی نن د شمالي وزیرستان د شوال په سیمه کی د امریکا د بی پیلوټه الوتکی د څو توغندیدو په ډزو کی د یاغیانو یو مرکز ولگید.
د توغندیو دا حمله په دی میاشت کی لسمه حمله ده چی کیږی.
په دی سیمه کی د طالبانو او القاعدی قوی مرکزونه پراته دی چی د سرحد نه اخوا په گاونډی ملک افغانستان کی د ناتو په قواوو حملی کوي.
تیره اونۍ په شمالی وزیرستان کی د امریکا د بی پیلوټه الوتکی په ٢۴ ساعته بمبارۍ کی ٢۴ تنه ووژل شول.
شمالی وزیرستان لیری پرته سیمه ده چی د سختی لاری او د وسایطو د نشتوالَي له کبله د پاکستان پوځ نشی کولی چی په دی سیمه کی د یاغیانو پرخلاف پخپله عملیات وکړی.
امریکا د ٢٠٠٨م کال راهیسی د پاکستان په اوو قباییلی سیمو کی د توغندیو لږ تر لږه سل حملی کړی دی.
د زرو تنو نه زیات کسان پکی وژل شوی ، خو چارواکیو په دی حملو کی د ملکی وگړو د مړینی شمیر نه دی خپور کړی.
پاکستاني چارواکیو په دی سیمه کی دا حملی ظاهرآ غندلی دی او وایی چی دا کار په افغانستان کی په خارجی قواوو باندی د یاغیانو د حمالو باعث گرځي او د پاکستان د خودمختارۍ د حق نه سرغړونه ده.