د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې په زلزلې کې د وژل شویو کسانو شمیر ۳۷ شو


په پاکستان کې چارواکي وایي په پرونۍ زلزلې کې د وژل شویو کسانو شمیر اوه دیرشو تنو ته ورسیده. په وژل شویو کسانو کې ماشومان او ښځې شاملې دي.

د سیمې نه راپورونه وایي چې اکثریت خلکو شپه د شنه آسمان لاندې تیره کړې او مرستو ته سخت ضرورت لري. د ټولو نه زیات زیان د پاکستان تر کنترول لاندې د کشمیر د میرپور په سیمه کې خلکو ته رسیدلی. چارواکي وایي د ۷ سوو نه زیات خلک ژوبل دي.

سره لدې چې د پاکستان حکومت د زلزله ځپلو سره د مرستو ژمنه کړې خو په سیمه کې د اې پي خبري اژانس یو خبریال ویلي دي چې د زلزلې نه ۲۴ ساعته تیر شوي خو لا هم د خلکو سره هیڅ ډول مرستې ندي شوي.

د پاکستان د طبیعي پیښو سره د مبارزې مشر محمد افضل مطبوعاتو ته ویلي چې ټاکل شوې ځپل شویو سیمو ته نن د چارشنبې په ورځ مرستې ورسیږي.

XS
SM
MD
LG