د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ټاکنې- د نا امنۍ او د پوځ د لاسوهنو تر سیورې لاندې


 د راپورونو له مخې پاکستاني طالبانو د دغه بريد مسولیت اخیستی.
د راپورونو له مخې پاکستاني طالبانو د دغه بريد مسولیت اخیستی.

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستان د پارلماني ټاکنو لپاره د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند یو کاندید اکرام الله ګنډاپور په ځانمرګي برید کې ووژل شو.

په پاکستان کې د عامو ټاکنو د انتخابي کمپاينونو په مهال تر اوسه دوه کاندیدان په خېبرپښتونخوا کې او يو په بلوچستان کې وژل شوي دي.

لومړی ځانمرګی بريد د جولای په لسمه نیټه په پېښور کې د عوامي نيشنل ګوند په کانديد هارون بلور باندې شوی و چې پکې ٢١ کسان ووژل شول.

تر دې پیښې درې ورځې وروسته بیا د بلوچستان په مستونګ کې د بلوچستان عوامي پارټۍ په کانديد سراج رئيساني باندې ځانمرګی بريد وشو چې پکې لږ تر لږه ١٥٠ وژل شول.

نن د جولای په ٢٢ بیا په اکرام الله خان ګنډاپور باندې ځانمرګی بريد وشو. د راپورونو په اساس د دغه بريد مسؤلیت پاکستاني طالبانو اخیستی دی.

د ناامنیو تر څنگ په پاکستان کې بله د اندیښنې وړ خبره په انتخاباتو کې د پوځ او استخباراتي ادارې لاسوهنه ده.

د اسلام اباد د محکمې قاضي د شنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د وکیلانو اتحاديې ته په وینا کې وویل چې ای اېس ای یې د هغوی د خوښې پریکړو ته مجبوروي.

د سترې محکمې قاضي شوکت عزيز صديقي دا هم وویل چې د استخباراتي ادارې چارواکیو غوښتل چې نواز شريف او د هغه لور مریم نواز د عامو انتخاباتو نه وړاندې له زندانه بهر را ونه ايستل شي.

د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور نن په یو تویت کې ویلي چې سترې محکمې ته يې خواست کړی چې په استخباراتي او امنيتي ادارو باندې د لګول شویو تورونو پلټنې وکړي.

د پاکستان د پوځ ویاند تیره اونې د سنا مجلس د کورنیو چارو کمېټۍ ته ویلي وو چې پوځ په انتخاباتي بهیر کې هېڅ رول نه لري او یوازې د امنیت دنده ورته سپارل شوې ده. خو خپلواکه څارونکي ډلې د پوځ له خوا په سیاسي چارو کې لاسوهنه یو جدي خطر بولي.

د پاکستان خلک د چهارشنبې په ورځ په پارلماني انتخاباتو کې رایه ورکوي. د پاکستان سیاسي منظر اوس د هغو سیاسي ځوانانو تر اغیز لاندې دی چې اجتماعي شبکې کاروي او فعاله دي.

XS
SM
MD
LG