د لاس رسي وړ اتصالات

د پنجاب اسامبلۍ د عمران خان د ګوند ۱۰ رایې باطلې کړي او هغه د مظاهرو غوښتنه کړې


سره لدې چې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان ګوند د همدې اوونۍ په سر کې د پنجاب په ایالت کې عمومي انتخابات وګټل خو د جمعې جولای ۲۲ (چنګاښ۳۱) په انتخاباتو کې چې په ایالتي اسامبلې کې وشول، د ښاغلي خان ګوند غټه ضربه ولیده.

د جمعې د ورځې په انتخاباتو کې چې د پنجاب ایالت په اسامبلې کې پدې خاطر کیدل آیا د دې ایالت اعلی وزیر حمزه شریف چې د اوسني صدراعظم شهباز شریف زوی دی، پخپل مقام پاتې کیدی شي که نه.

حمزه شریف ته په اسامبلې کې چې ۳۷۱ غړي لري، ۱۷۹ مثبتې رایې ورکړل شوې او پدې سره یې د دې ایالت د اعلی وزیر په توګه خپل مقام وساته.

د اسامبلې پدې رای ګیرۍ کې د اعلی وزیر د مقام لپاره د عمران خان د تحریک انصاف ګوند کاندید پرویز الاهي ۱۸۶ رایې وګټلې خو د اسامبلۍ رئیس دوست محمد مزاري د ښاغلي الاهي لپاره ۱۰ اچول شویې رایې لدې کبله باطلې کړې چې د رای ګیرۍ د قوانینو څخه پکې سرغړاونې شوې وې.

ښاغلي مزاري په یوې اعلامیې کې چې په ملي تلویزیون کې خپریده وویل چې د پاکستان د مسلم لیګ ګوند هغه څانګې کې چې مشري یې شجاعت حسین کوي، دا ۱۰ رایې د عمران خان د ګوند کاندید ته ورکړي او دا کار یې د ګوند د مشر د غوښتنو سره په تقابل کې کړی.

داسې ګمان کیږي چې ښاغلي شجاعت حسین د خپل ګوند د غړیو څخه غوښتي و چې په رای ګیرۍ کې برخه وانخلي.

سره لدې چې پخپله شجاعت حسین تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې خو د پاکستان د قوانینو له مخې که د ګوند غړي د ګوند د مشر د غوښتنې خلاف رایې ورکړي، باطلې بلل کیږي.

مخکني صدراعظم بیا دا اقدام د سیاسي مخالفینو دسیسه بللې او په ټولو هیوادوالو یې غږ کړی چې د پنجاب ایالت د اسامبلۍ د مشر د پریکړې په خلاف مظاهرې وکړې.

د ښاغلي خان د غوښتنې څخه وروسته د جمعې په ماښام یو شمیر خلکو په ګڼ شمیر ښارونو کې مظاهرې هم کړي چې ټولې یې سوله ایزې وې.

عمران خان د همدې کال د اپریل په میاشت کې وروسته له هغه بې واکه شو چې د ملي اسامبلې ورته د نه باور رایه ورکړه خو ښاغلی خان ادعا کوي چې د متحده ایالاتو د دسیسې له کبله له واکه وغورځول شو.

د پاکستان اوسني صدراعظم شهباز شریف او واشنګټن د ښاغلي خان ادعاوې رد کړیدي.

عمران خان د شهباز شریف څخه غواړي چې د وخت څخه وړاندې پارلماني انتخابات دې وکړي تر څو څرګنده شي کوم یو یې په پاکستان کې ډیر محبوبیت لري خو ښاغلي شریف دا غوښتنه نده منلې او وایي چې انتخابات به پخپل ټاکلي وخت په ۲۰۲۳ کې کیږي.

XS
SM
MD
LG