د لاس رسي وړ اتصالات

بلوچستان کې په یو زیارت کې چاودنې لږ تر لږه ۵۳ تنه ووژل


چارواکي وایي شاید د مړو شمېر زیات شي
چارواکي وایي شاید د مړو شمېر زیات شي

د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې چارواکي وايي یوې چاودنې د صوفي په نامه یو زیارت ته نژدې لږ تر لږه ۳۰ تنه ووژل او شاوخوا ۱۰۰ نور یې ژوبل کړل. چارواکي وایي شاید د تلفاتو شمېره نوره هم زیاته شي. سیمه ییز مطبوعات وايي د چاودنې پر مهال سلګونه کسان په زیارت کې راټول شوي وو.

په وژل شویو او زخمیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. یو چارواکي شاه نوراني وویل چې د ډېرو زخمیانو حالت ښه نه دی.

عیني شاهدان وايي زیارت ته نژدې کوم روغتون او کلینیک نشته چې د زخمیانو درملنه وکړي او د ابه وخت ونیسي چې روغتیايي ټیمونه سیمې ته ورسیږي.

ځینو کسانو په خپلو شخصي کاډو او نورو وسایلو کې زخمیان او مړي روغتونونو ته انتقال کړي دی. د صوفي په زیارت کې هره شنبه او یکشنبه سلګونه کسان راټولیږي چې ځانګړي مراسم پر ځای کړي، په دغو مراسمو کې ښځې او ماشومان نڅاوي هم کوي.

دا زیارت د صوفیانو د یو مشر پر قبر جوړ دی. تراوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG