د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانۍ کلدارې په بېساري ډول را ولویدلې


د مالي چارو څیړونکي وایي د پاکستان دولتي بانک پخپله د پاکستانۍ روپۍ ٣،١ فیصد رالویدو ته اجازه ورکړې
د مالي چارو څیړونکي وایي د پاکستان دولتي بانک پخپله د پاکستانۍ روپۍ ٣،١ فیصد رالویدو ته اجازه ورکړې

د پاکستان د مالیې وزیر وایي د پاکستان د پولي واحد روپۍ د ارزښت د ناڅاپي لویدلو په اړه به پلټنې وشي.

د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق دار د پنجشنبې په ورځ وویل پاکستانۍ روپۍ د تیرې ورځې په پرتله ٣،١ فیصد راښکته شوې او حکومت به په دې هکله پلټنې وکړي. هغه دا هم وویل چې د دوو ورځو په ترڅ کې به د مرکزي بانک نوی رئیس وټاکل شي.

ښاغلي دار وویل چې دا ډول چټکه رالویدنه نشي توجیه کېدی. د هغه خبرې د پاکستان د مرکزي بانک د چهارشنبې د ورځې له اعلامیې سره مغایرت لري چې د روپۍ د راټېټېدو پلوي یې کړې او ویلي یې دي چې د ډالرو په مقابل کې د روپۍ ١٠٨،٢٥ لویدل به حکومتي لګښتونه او تادیات به برابر کړي.

د مالي چارو څیړونکي وایي د پاکستان دولتي بانک پخپله د پاکستانۍ روپۍ ٣،١ فیصد رالویدو ته اجازه ورکړې ده، په داسې حال کې چې د روپۍ ارزښت دوه کاله ثابت و او یو ډالر په ١٠۴ یا هم ١٠٥ روپیو تبادله کیده.

د پاکستان حکومت د اوږدې مودې راهیسې د روپۍ د راټیټولو په اړه غوښتنې رد کړي دي او داسې ښکاري چې د چهارشنبې د ورځې راټیټیدل ناڅاپي وو. د پاکستان د مالیې وزیر وایي حکومت به وروسته له هغې چې د پلټنو رپوټ ترلاسه کړي، "عمل وکړي"، خو هغه ونه ویل چې په دې اړه به څه ډول اقدامات وکړي.

ښاغلي دار همداشان وویل چې د پاکستان د مرکزي بانک نوی مشر به یا نن او یا هم د جمعې په ورځ وټاکل شي. خو ویې نه ویل چې د مرکزي بانک اوسنی مرستیال ریاض ریاض الدین به دا مقام ترلاسه کړي او که نه.

XS
SM
MD
LG