د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې سختو بارانونو ۴٩ تنه مړه کړي


د پاکستان په مختلفو سیمو کې سخت توپاني بارانونو شاوخوا ۴٩ تنه مړه کړې دي او د ١٧٦ نه زیات یې زخمیان کړیدي.

د پاکستان حکومت وایي چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب په سیمو کې د تیرو څو ورځو پرله پسې بارانونو د ۴٩ کسانو نه زیات مړه دي او د ١٧٦ نه زیات زخمیان دي. دغه توپاني بارانونو د ځاني تاوان برسیره مالي تاوانونه هم اړولې دي.

په خیبر پښتونخوا او کشمیر کې د ځمکې د خویدو په پېښو کې زیات کسان مړه شویدي او لارې یې هم بندې کړیدي.

داسې اندېښنې شته چې شاید ډېر ورک شوي هم مړه وي، چې لا یې دقیق ارقام معلوم نه دي. دا سیلابانونه د موسمي بارانونو له کبله راوتلي دي.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې مشر عظمت حیات ویلي څو ورځې مخکې د شړکنده بارانونو او خطرناکو سیلابونو خبرداری ورکړی و.

موسمي بارانونه او سیلابونه هرکال په پاکستان کې سلګونه کسان مړه کوي او ګڼ کورونه او ودانۍ هم وران او ویجاړوي.

XS
SM
MD
LG