د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې هر کال نږدې ١٠٠٠نجونې په زوره مسلمانیږي


په پاکستان کې اکثریت نجوني چې اسلام ته اړول شوي د هندو مذهب پیروانې دي خو اوس د مسیحي نجونو اړول هم پیل شوي.
په پاکستان کې اکثریت نجوني چې اسلام ته اړول شوي د هندو مذهب پیروانې دي خو اوس د مسیحي نجونو اړول هم پیل شوي.

په پاکستان کې هر کال نږدې ۱۰۰۰ د مذهبي اقلیتونو نجونۍ پدې خاطر اسلام ته په زور اړول کیږي چې د دې هیواد د اکثریت مسلمانانو سره واده کولو ته برابرې شې.

د بشري حقونو ادارې ویلي چې په پاکستان کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو د بندیز له وجهې د مذهبي اقلیتونو د نجونو مسلمانول نور هم ډیر شوي، ځکه چې دا نجونۍ ښوونځیو ته نه ځي او پیدا کول یې آسانه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په همدې روانې میاشت کې پاکستان د مذهبي آزادیو د سرغړاونو په خاطر د "ځانګړې اندیښنې" د هیوادونو په لیست کې شامل کړ.

د بهرنیو چارو وزارت دا کار د امریکا د مذهبي آزادیو د نړیوال کمیسیون د ارزیابۍ پر اساس کړی و. دې سازمان ویلي چې په پاکستان کې کم عمره د هندو، مسیحي او سکانو د نجونو تر تښتول کیدو وروسته په زوره مسلمانان شوي.

په راپور کې همدرانګه ویل شوي و چې دا نجونۍ په زوره ودیږي او جنسي تیري پرې کیږي.

په زوره مسلمانې شوې اکثریت نجونې د سیند ایالت کې هندوې دي. خو تازه دوه قضیې چې پدې تیرو څو میاشتو کې شوي مسیحې نجونې په زور د خپل دین نه اړول شوي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په یو راپور کې ویلي چې په اکثریت قضیو کې وړې نجونې د عزیزانو ، بلدو کسانو یا هغو سړیو لخوا تښتول کیږي چې د واده په لټه کې وي.

په ځینو قضیو کې دا نجونې د ځمکې خاوندانو ته د پور په بدل کې ورکول کیږي او پولیس هم ځان ناګاره نیسي.

د نجونو تښتونکي لومړی دا نجونې اسلام ته اړوي او بیا یې زړو کسانو ته چې د هغوي په تناسب دوه برابره عمر لري، ودیږي.

د ماشومانو د خوندیتوب فعالینو هم ویلي چې په کم عمر کې د جینکیو په ودیدو او دین پریښودو کې دیني عالمان لوی لاس لري ځکه چې هغوي دا ودونه د اسلام دین مطابق کوي او سپیڅلي کار یې بولي.

بل غټ لاس پکې د سیمه ييزو قاضیانو دی ځکه چې د ودنو رسمي سندونه ورکوي او مفسد پولیس چارواکي هم پدې قضیو کې د لاس لرونکو کسانو څخه تحقیقات نکوي او یا په لوی لاس په تحقیقاتو کې خنډونه پیدا کوي.

XS
SM
MD
LG