د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په جاسوسۍ د تورن هندي کورنۍ ځورولې- هند


هند په پاکستان تور لگولی دی چې د هغه هندي کورنۍ یې ځورولې چې په پاکستان کې د جاسوسۍ په تور زنداني دی.

پاکستاني چارواکو د هندي تورن جاسوس شري کلبوشن میرمنې او مور ته اجازه ورکړي وه چې د خپل زوی سره په زندان کې ملاقات وکړي. د کلبوشن ښځې او مور د پاکستان د حکومت د اجازې نه وروسته د دوشنبې په ورځ د هغه سره ملاقات وکړ.

د هند د بهرنو چارو وزرات وایي چې د دغه ملاقات په دوران کې د کلبوشن کورنۍ ځورول شویده. د هند د بهرنو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي "داسې ښکاریده چې کلبوشن د سخت فشار لاندې و. هغه د سخت فشار لاندې خبرې کړي او هم هغه څه یې تکرار کړیدي چې پاکستان غوښتل. د هغه صحت هم ښه نه ښکاریده."

نوي ډهلي دا هم وویل چې د کلبوشن مور ته اجازه ورنکړل شوه چې د خپل زوی سره په خپلې ژبې خبري وکړي. اعلامیه زیاتوي چې د دې باوجود چې په موافقې کې دا لیکل شوي و چې مطبوعات به د کلبوشن کورنۍ ته نه نژدې کیږي، د پاکستان مطبوعاتو هم د هغوي سره بد سلوک کړیدی.

پاکستاني چارواکو د دغه ملاقات نه مخکې د کلبوشن یوه ویډیو خپره کړله چې په کې کلبوشن د پاکستان نه له دې کبله مننه کوي چې د هغه کورنۍ ته یې د ملاقات اجازه ورکړه.

پاکستان د ٢٠١٦ کال د مارچ په میاشت کې هغه ونیوه او دا لومړی ځل دی چې هغه ته یې د کورنۍ سره د ملاقات اجازه ورکړیده.

پاکستان په کلبوشن تور لگولی دی چې په جعلي پاسپورټ د ایران نه پاکستان ته داخل شوی و او د پاکستان په ضد یې فعالیتونه کول. هند دغه ټول تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG