د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ د پاکستانۍ لوېدلې الوتکې په اړه پلټنې لپاره پلاوی وټاکه


کابل وایي اسلام اباد د افغانستان له فضايي حریم نه د (MI-17) هیلیکوپټر د تېرېدو اجازه غوښتې وه.
کابل وایي اسلام اباد د افغانستان له فضايي حریم نه د (MI-17) هیلیکوپټر د تېرېدو اجازه غوښتې وه.

د افغانستان جمهوري ریاست د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د پاکستان د لویدلې څرخي الوتکې د غورځېدو/ بېړنۍ ناستې په اړه شاوخوا درې ورځې ورسته یوه اعلامیه خپره کړې ده.

د شنبې د ورځې په اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان د افغانستان له فضايي حریم نه د (MI-17) هیلیکوپټر د تېرېدو اجازه غوښتې وه او کابل هم اجازه ورکړې وه. اعلامیه وايي پاکستان ورته ویلي وو چې الوتکه یې ازبکستان ته ځي.

مګر، ولسمشر غني یو پلاوی ټاکلی دا معلومه کړي، چې ایا دا هماغه هلیکوپټر دی، چې اسلام اباد یې کابل ته په اړه جزییات ورکړي وو کنه؟. د ارګ اعلامیه وايي په امنیتي غونډه کې پرېکړه وشوه چې یو پلاوی دې " د پېښې د نورو اړخونو ترڅنګ د الوتکې د اضطراري ناستې او دا چې دا هماغه (MI-17) الوتکه ده کنه، پلټنې وکړې. "

داسې ښکاري کابل شک لري، چې شاید دا هغه الوتکه نه وي، چې پاکستان یې په اړه افغانستان ته معلومات ورکړي وو، خو دا هر څه به له پلټنو ورسته معلوم شي.

خو د پاکستان پوځ وايي " د پنجاب حکومت د هغې الوتکې د سپرلیو د هویت په اړه اوازې خپرې کړل شوې، چې د جمعې ورځ یې په لوګر ولایت کې اضطراري ناسته وکړه. په یرغمل شویو کسانو کې د پاکستان د پوځ خلک نشته. دا اوازې بې اساسه دي. د یرغمل شویو کسانو ژوند ډېر مهم دي او په خوندي ډول او ژر تر ژره د هغوی د خوشې کولې هلې ځلې روانې دي."

د ارګ اعلامیې نه دي ویلي چې په دغه پلاوي کې به څوک شامل لوي.

په ټولنیزو رسنیو کې ځینې تصویرونه خپاره شوي، چې په کې ښودل کيږي چې د پاکستانۍ الوتکې پاتې شونې اوس له افغان حکومت سره دي، خو لا هم د عملې په اړه یې تازه جزییات نشته.

د ارګ غونډې یوه بله کمېټه هم ټاکلې، چې د افغانستان د هوايي حریم په برخه کې دې د ممکنه ستونزو په اړه پلټنې وکړې او د حل عاجله لاره دې په ګوته کړي، چې په اینده کې بیا دا ډول کوم کار ونشي.

د جمعې په ورځ د پاکستان دغې څرخي الوتکې د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په یوې ليرې پرتې سیمه کې د راپورونو له مخې اضطراري ناسته وکړه، چې بیا یې طالبانو د عملې د نیولو دعوه وکړه.

راپورونه وايي چې په الوتکې کې شپږ پاکستانيان او یو روسی سپاره وو.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG