د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د کورنیو چارو برطرفه شوي وزیر بیرته خپل موقف ترلاسه کړ


د پاکستان برطرفه شوي د کورنیو چارو وزیر نن د جممعې په ورځ بیرته وروسته له هغه نه چې د پارلمان له خواه منظور کړل شو د سوګند مراسم اجرا کړل. هغه څو اونۍ مخکي په دې خاطر چې د بریتانیې تابیعیت یې درلودی د خپلې دندې نه ګوښه کېدو ته مجبور کړل شو.

رحمن ملک بیرته د مشرانو جرګې عینی څوکۍ ته ودریدی چې پخوا د ده وه او په مقابل کې یې هیڅوک ونه دریدی. نوموړي ضمني انتخابات وګټل او وروته د کابینې دوزیر کیدو لاره بیرته هواره شوه.

د هغه د سوګند مراسم ددغه هیواد په رسمي تلویزوني چینل کې په ژوندۍ بڼه خپاره شول.

د پاکستان سترې محکمې رحمان ملک په دې خاطر د خپلې دندې نه ګوښه کړ چې په ۲۰۰۹ کال کې پارلماني ټولټاکنو ته په داسي حال کې درېدلی وو چې د بریتانیې تابیعت یې درلودی.
د پاکستان اساسي قانون د پارلمان استاځو ته اجازه نه ورکوي چې بهرنی تابعیت ولري.
XS
SM
MD
LG