د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د هند سره د "ویجارونکې وروستۍ جګړې" خبرداری ورکړ 


پاکستان نن دوشمبې دسمبر ۲۱ (مرغومي ۱) خبرداری ورکړی چې د هند هر ډول خصمانه پوځي حرکتونه به ددغو دوو اټومي ځواک لرونکو هیوادونو ترمنځ د "ویجاړونکي نهایي جګړې" سبب شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد، یوه ورځ وروسته له هغې دغه خبرداری ورکړ چې اسلام آباد ملګرو ملتونو ته په یو لیک کې په رسمي توګه نوی ډهلي د سرحد اخوا برید په طرحه کولو تورن کړ.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل: "که هند جسارت وکړي او زمونږ پولې وګواښي، دا به په وروستۍ جګړې واوړي چې تاریخ به یې په یاد ولري."

هغه د هند سره اټومي جګړې ته په څرګنده اشارې وویل: "د معبدونو زنګونه به خاموش شي، بوټې به ونه غوړیږي او مرغۍ به له چغار څخه پاته شي."

امنیتي منابعو ویلي دي چې د پاکستان پوځ، هوایي او سمندي ځواکونه د تیارسئ په حال کې دي تر څو د هند د هر ډول ورانکاري حرکت په وړاندې د هیواد دفاع وکړي.

هند تر اوسه ددغه تور په اړوند او د پاکستان له لورې د جګړې د خبرداري په اړه غبرګون ندی ښودلی.

هند او پاکستان ۱۹۴۷ کال راهیسې چې د بریتانیې نه یې آزادي اخیستې، درې ځلې یې د یو بل سره جګړه کړې ده چې دوه جګړې یې د کشمیر پر سر وې.

XS
SM
MD
LG