د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ٥ امریکایان د تروریزم په جرم بندیان کړل


پاکستاني محکمې پنځه امریکایان د تروریزم د جرم د اثبات نه وروسته هریو په لسو کالو بند محکوم کړ.

پاکستاني مامورانو ددغه ملک په لویدیځ ښار سرگوده کې د محکمې دا فیصله واوروله. دوی وویل چې دا امریکایان چې مسلمانان دي او د شلو په شاوخوا کې عمرونه لري د تروریزم په دوو قضیو کې مجرم وگڼل شول او دوی د بند نه برسیره ٨٢٠ ډالره نقدې جریمه هم شول.

څارنوالانو دغو امریکایانو ته د عمري بند غوښتنه کړې وه، او د لوی څارنوال مرستیال رانا بختیار وویل چې دوی به د عالي محکمې نه د اوږدو جزاگانو غوښتنه وکړي.

پاکستان دغه امریکایان چې د واشنگټن په حومه کې اوسیږي په پاکستان کې د ننه د حملو په پلان کولو او دا چې دوی غوښتل په افغانستان کې د اسلامي جگړه مارو سره یوځای شي تورن کړل.

پاکستاني پولیسو وویل چې دوی ددغو متهمینو د ای میل نه داسې پوه شول چې دوی د جگړه مارو سره تماسونه نیولي وو او غوښتل چې جرم سرته ورسوي.

محکوم امریکایان وايي دوی گرم نه دي. دوی وايي چې افغانستان کې بشري مرستې سرته ورسوي او ادعا لري چې په محبس کې د امریکایانو او پاکستانیانو له خوا ربړول شوي دي. امریکا او پاکستان دواړه دا تورونه ردوي.

پاکستاني مقاماتو ویلي دي چې دغه امریکایان کولی شي ددغه فیصلې په وړاندې لوړې محکمې ته عارض شي.

قاضي هریو په دوو دورو بند محکوم کړ، لس کاله د توطیې د جوړولو په سبب او پنځه کال د لغو شوو سازمانو سره د تړاو په جرم. مگر قاضي وویل چې دوی دواړه دورې په یو وخت تیرولی شي.

د یوه محکوم پلار خالد فاروق وویل چې په دغه فیصله مایوس شویدی او غواړي عالي محکمې او حتی بین المللی محکمه کې عارض شی.

پاکستاني مقاماتو د محاکمې په جریان کې کلک امنیت نیولی ؤ او ژورنالستانو ته اجازه نه وه چې محکمې ته ننوځي.

په دې امریکایانو کې دوه یې په اصل کې د پاکستان او نور یې د مصر، اریتیریا او یمن دي.

پاکستاني پولیسو دوی د تیر دسمبر په میاشت کې په پنجاب کې په داسې حال کې ونیول چې ددوی کورنیو اعلان وکړ چې دوی ورک دي.

XS
SM
MD
LG