د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د واگه د ځانمرگي برید د مړو په ویر کې


د هند او پاکستان تر منځ پولې کې د برید نه وروسته پاکستان د تیارسي په حال کې
د هند او پاکستان تر منځ پولې کې د برید نه وروسته پاکستان د تیارسي په حال کې

د پاکستان د پنجاب ايالت مرکز لاهور کې د هند پولې ته نږدې د واهگه په سرحدي ښارګوټي کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو په ګډون لږ تر لږه ٥٥ تنه وژل شوي او څه دپاسه ١٠٠تنه ټپي شوي دي. په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د سیمې یو اوسیدونکی ریاض خان وایي چې کورنۍ پنځه تنه غړي د واگه په سرحد کې د بیرغ د ښکته کیدو مراسمو لیدو ته تللي و چې په پېښه کې ووژل شول.

د هند سرحدي پولیس، اشوک کمار د دوشنبې په ورځ وویل چې د واگه په پولې باندې د بیرغ د بدلولو مراسم د درې ورځو لپاره ځنډول شوي دي.

د کال ١٩٧١ نه راپدیخوا چې د دواړو هیوادونو، هند او پاکستان ترمنځ جگړه وشوه، دا لومړی ځل دې چې دغه رسم گذشت فسخ کیږي.

د هند او پاکستان ترمنځ د واهگه په پوله هر ماښام د دواړو هیوادونو د بیرغونو د ښکته کولو پرمهال ډیره زیاته ګڼه ګوڼه وي او د چارواکو په وينا، ځانمرگي بریدگر د بیرغ تر ښکته کولو لږه شېبه وروسته په دغه سیمه کې د موټرو په یوه تمځای کې ځان الوزولی.

د دغو مراسمو د لیدو دپاره د لاهور د اوسیدونکو تر څنگ د پاکستان له بېلابېلو سيمو نه زرګونه کسان ورغلي وو.

پاکستاني طالبانو د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی او ویلي دې چې دا برید یې د پاکستاني پوځ د هغو عملیاتو په غبرگون کې کړی چې وزیرستان کې ترسره کیږي.

د هند د واکمن گوند بهارتیا جناتا ویاند سمبت پترا وویل چې پاکستان باید له دغې پېښې د عبرت درس واخلي او د تندلارو په وړاندې اقدام وکړي.

"هغه وویلپاکستان یو بم ته ورته دی چې د چاودیدو په حال کې دی. پاکستان باندې په هغه بم برید وشو چې د نورو دپاره یې جوړ کړی و. که څوک په خپلې خاورې کې ترهگرو ته پناه ورکوي نو خپل ځان بربادوي. پاکستان باید د واگه په پولې باندې له دې پیښې نه د عبرت درس واخلي او ترهگري دې خپلې خاورې نه وباسي."

د پاکستان صدراعظم، ولسشمر، يو شمېر نورو چګپوړو چارواکو او همداراز د دې هېواد د سياسي ګوندونو ځينو مشرانو د هند پر پوله ځانمرگى بريد غندلى او د حکومت امنيتي ادارو ته یې د چټکو څېړنو امر کړى دى.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د یوې اعلامېې په ترڅ کې ویلي دي چی سیمه د ترهگرو له جدي گواښ سره مخامخ ده او ددغه گواښ د له منځه وړو لپاره باېد په ټینگه سیمه ایزې هڅې وشي.

ولسمشر غني په لاهور کې د هند او پاکستان په پوله دغه ځانمرگی برید غندلی او د هغو کورنیو سره یې خواخوږي څرگنده کړې چې خپلوان یې په دې پیښه کې مړه یا زخمي شوي دي.

XS
SM
MD
LG