د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د پاکستان د سرحدی ځواکونو یو افسر وژلی


پاکستان ویلې ایرانې ځواکونو د پاکستان د سرحدی ځواک یو افسر وژلي او دری تنه نور یې ټپې کړي دي. دا نښته د جمعی په ورځ له هغه یو ورځ وروسته شوي چې ایران خبرداری ورکړی وو چې دوی به د پاکستان په خاوره کې مداخله وکړی که پاکستان ایران ته د تروسټانو د ننوتلو په مخنيوي کې ناکامه شي.

د پاکستان د سرحدی ځواکونو ویاند وویل، په داسې حال کې چې د هغوی پرسونل په یو موټر کې د سپرو یوې ډلې تروستانو د نیولو هڅه کوله، ایرانې ځواکونو د هاوان او د توپکو ډزی ورباندی وکړې.

د پاکستان د سرحدي ځواکونو په یوې رسمې اعلامیه کې چې د جمعې په ماښام خپره شوې ویل شوي چې دغه برید چې د مند په سیمه شويی د پاکستانې ځواکونو یو غړی ېې وژلې او دری تنه نور پکې ټپیان شوي دی. په دغه برید کې د د هغو ځواکونو موټر ته هم تاوان رسیدلی دي.

ویاند، په ایرانې ځواکونو تور لگوي چې شاو خوا ٣٠ ایرانې سرحدي ځواکونو او څو پوځی موټرو په دغه برید کې برخه اخیستې وه چې د پاکستان په خاوره کې دوه کیلو میتره ننوتلي دي.

د پاکستان قوماندانو دغه مرگونې بریدغندلې دی او د ایران سرحدی ځواکونو لخوا د پاکستان خاوري ته ننوتل یې د نړیوالو قوانیونو څخه ښکاره سرغړونه گڼلي، او ویلي دي چې د ایران سره ېې سرحد چې ٩٠٠ کیلومیتره پوری غځیدلی د اضافي سرتیرو ځای پر ځاي کولو د لاری امنیت نیولی چې په راتلونکې کې د ایران د داسې سرغړونو مخه ونیول شي.

دغه پیښه یو ورځ له هغه ورسته شوي چې د ایران برید جنرال حسین سلامې ددې خبرداری وکړی وو چې ایرانې ځواکونه کیدای شي د پاکستان خاروري ته ورننوځي چې ایران ته د ترهګرو د ننووتلو مخه ونیسي.

خو د پاکستان د بهرینو چارو وزارت ویاندې تسنم اسلم ددی پیښی څو ساعته ورسته د ایران دغه توضیات رد کړل.

هغي وویل "موږ په دی باور لرو که ایران په دی اړه څه ثبوتونه لری، چې ځینې عناصر د پاکستان د خاوري څخه وراوړي چې تروسټي فعالعتونه ترسره کړي نو دوی باید دغه ثبوتونه زموږ سره شریک کړی، تر کومه بریده چې زموږ معلومات دی په ایران کې تروسټي فعالعتونه د هغو عناصرو لخوا ترسره کیږي چې په ایران کې دننه دی او ددی تایید د ایران په خپلو توضیاتو کې هم موندل کیږی. موږ باید ددی کیسو په اړه رښتنې دریځ غوره کړو. دا سمه ستراتیږی نه ده چې ستونزي پراخي کړو، موږ باید ټول په دی تمرکز وکړو چې ترورستان په خپلو سیمو کې وځپو."

د ایران رسینو راپور ورکړي و، چې د ایران د سرحدی ځواکونو دوه تنه د هغو یاغیانو په بریدنو کې ووژل شول چې هڅه یی کوله د پاکستان څخه ایران ته ورننوځي.

تهران له ډیره وخت راهیسې د ایران ضد سنې سخت دریځي په دی تورنوي چې د بلوچستان صوبي څخه په ایران کې مرگوني بریدونه ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG