د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د خونړیو نښتو وروسته هم لاریون دوام لري


په اسلام اباد کې د پرون راهسې اکثره کاروبارونه تړلي دي.

په پاکستان کې پولیسو او ملېشه ځواکونو د اسلام اباد او راولپنډۍ ترمنځ په فیض اباد سیمه کې د یکشنبې په ورځ سهار (نوامبر ٢٦) د اعتراض کوونکو کمپ محاصره کړی و، خو د پاکستان د پوځ سرتېري نه لیدل کېدل.

حکومت له پوځ څخه غوښتنه کړې وه چې د عامه نظم د ساتلو دپاره اقدام وکړي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د شنبې له ورځې (نوامبر ٢٥) راهیسې د اعتراض کوونکو او پولیسو تر منځ نښتو کې لږترلږه ۶ کسان وژل شوي دي.

څو زره پولیسو او ملېشه ځواکونو هڅه وکړه چې د مظاهره چیانو خیمې ورټولې کړي. د روغتیایي چارواکو په وینا په دې اخ و ډب کې شاوخوا ٢٠٠ کسان زخمیان شوي دي چې اکثریت پکې پولیس دي.

د پاکستان ځینو گوندونو د حکومت له خوا د اعتراض په وړاندې د عملیاتو په اړه غبرگون ښودلی: د تحريک انصاف گوند ويلي چې حکومت بايد د خبرو اترو له لارې دا مسله حل کړي.

همدارنگه د اپوزيسیون بل ګوند جماعت اسلامي هم پر حکومتي اقدام نيوکه کړې ده.

په پاکستان کې د لبیک یا رسول الله گوند پلویانو د هیواد په نورو برخو کې هم د دغه گوند سره د خواخوږي په موخه لوې لارې تړلي دي.

د دغه کوچني گوند ملاتړي له دریو اونیو څخه د اسلام اباد نه دباندې په یوې مهمې څلور لاري کې کمپ لگولی.

اعتراض کوونکي ادعا کوي چې د پاکستان د لوړې له متن څخه پر ختم نبوت د باور ټکی ایستل شوی او غوښتنه کوي د پاکستان د قانون وزیر دې د وکیلانو د لوړې په متن کې د بدلون له امله، له خپلې دندې استعفا وکړي

د پاکستان د قانون وزیر زاهد حمید د ختم نبوت د ټکي په تیروتنې د لرې کولو بښنه غوښتې ده او حکومت وايي چې د لوړې په متن کې دا تېروتنه یې اصلاح کړې او له اعتراض کوونکو غواړي چې اعتراضونه پای ته ورسوي.

خو اعتراص کوونکي د زاهد حمید په استعفا ټینگار کوي.

دغه ګوند چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په سیاست کې راڅرګند شوی تیره میاشت یې په پیښور کې د ملي اسامبلې لپاره د یوې تشې شوې څوکۍ ټاکنې وګټلې.

د اسلام اباد ځیني اوسېدونکي د حکومت اقدام ستايي چې د اعتراض کوونکو د خیمو د راټولو لپاره یې ترسره کړی.

د اسلام اباد یو اسېدونکي محمد جاوید وایي "دا د حکومت له خوا ښه اقدام دی چې د اعتراض کوونکو په خلاف یې عملیات ترسره کړ، لږ تر لږه اوس به لوې لارې خلاصې شي. د سیمې اوسېدونکي ډیرې ستونزې لري د سړکونو د بندیدو له امله ناروغان په کور کې مړه کیږي."

په ورته وخت کې د پاکستان په یو شمیر برخو کې د خصوصي تلویزونونو خپرونې قطع شوي او د فیسبوک، ټویټر او یوټیوب په څیر ټولنیزې رسنۍ هم تړل شوي دي.

په اسلام اباد کې د اعتراض کوونکو په ضد د عملياتو وروسته په کراچۍ، لاهور، پېښور، ګوجراواله، سکهر او ځينو نورو ښارونو کې هم مظاهرې پېل شوې دي.

په اسلام اباد کې د نښتو پرمهال، اعتراض کوونکو موټرو ته اور اچولی او له هغه کمپ څخه ووتل چې له نېږدې دوو اونیو راهیسې پکې ځای پر ځای شوي و.

اعتراض کوونکو په لومړي سر کې غوښتنه کوله چې د ختم نبوت په اړه د لوړې په متن کې بدلون راولي، د قانون وزیر زاهد حامد دې استعفا وکړي او هغو ټولو کسانو ته دې سزا ورکړل شي چې په متن کې د ختم نبوت نه د باور ټکی لرې کړی.

خو اوس ځينې راپورونه وايي احتجاج کوونکو د پرون راهیسې خپله غوښتنه بدله کړې ده او هوډ یې کړی چې تر هغې پورې به اعتراض ته دوام وکړي چې د پاکستان حکومت رانسکور شي.

داسې انگیرل کیږي چې د اعتراض کونکو تر شا پټ لاسونه دي چې نه غواړي په پاکستان کې منتخب جمهوري حکومت پاتې شي.

XS
SM
MD
LG