د لاس رسي وړ اتصالات

ټیک‌ټاک ته د پاکستان خبرداری: غیر اخلاقي محتویات مه خپروئ


د پاکستان د مخابراتي څارنې ادارې د ټیک ټاک اپلکیشن ته د وروستي ځل لپاره د غیر اخلاقي محتویاتو د نه خپرولو په اړه خبرداری ورکړ.

دغې پاکستانۍ ادارې ویلي، له ټیک ټاک نه یې غوښتي چې د فحاشۍ، ابتذال او فسق لرونکو محتویاتو د کنترول لپاره باید یو میکانیزم رامنځ ته کړي.

چینایي ټیک ټاک اپلکیشن چې په نړۍ کې څه دپاسه دوه میلیارد کارونکي لري تر اوسه په پاکستان کې ۳۹ میلیون ځلې په تیلیفونونو او نورو وسایلو کې ‌‌‌‌‌‌ډاونلو‌‌‌‌‌‌ډ او کارول شوی دی.

له دې دمخه پاکستان د "بایوس لایف" په نامه اپلیکیشن هم د ورته دلیلونو په وجه بند کړی و.

د ټیک ټاک چینایي اپلکیشن دمخه د امنیتي او د کارونکو د خصوصي حریم د دلیلونو په وجه د جدي پوښتنو سره مخامخ شوی او د امریکا د متحده ایالتونو او استرالیا له خوا یې هم خبرداري ترلاسه کړي دي.

د امریکا متحده ایالات وایي ټیک ټاک د کارونکو خصوصي معلومات د چین له حکومت او کمونیست ګوند سره شریکوي.

هند ټیک ټاک بند کړی دی. له دې دمخه د پاکستان دغې ادارې د PlayerUnknown’s Battlegrounds لوبه وروسته له هغې بنده کړه چې د ماشومانو پر روحي او فزیکي روغتیا او پدې اپلکیشن باندې د روږدې کیدو او د وخت د ضایع کیدو په اړه یې شکایتونه ترلاسه کړل.

XS
SM
MD
LG