د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی ژورنالست سلیم شهزاد خاورو ته وسپارل شو


پاکستانی ژورنالست سلیم شهزاد خاورو ته وسپارل شو
پاکستانی ژورنالست سلیم شهزاد خاورو ته وسپارل شو

په پاکستان کې په سلگونو خلکو د ژورنالست سلیم شهزاد دوژلو له امله وېر او ماتم وکړ. ژورنالست سېد سلېم شاهزاد د چارشنبې په ورځ په کراچئ کې خاورو ته ورسپارل شو .

په عېن وخت کې دامرېکا د بهرنېو چارو وزېرې مېرمن هېلري کلنټن د ژورنالست سېد سلېم شهزاد د وژنې ډېره کلکه غندنه وکړه.

مېرمن کلنټن ووېل امرېکا دپاکستان دحکومت ددې اعلان هرکلې کوي چې دژورنالست سېد سلېم شهزاد د وژلو په باب ېې دتفېش په اړه کړې دی.

سلېم شهزاد په پاکستان کې د هانگانگ د On line Asia Times او داېټالېې دخبري اژانس Adnkronos International لپاره کارکوه. د سلېم شهزاد د کورنئ غړي وایی چې دهغه مړی دسه شنبې په ورځ داسلام اباد نه ٢٠٠ کېلومتره لېرې دپنجاب صوبې په منډي بهاوالدېن کې وموندل شو. سېلم شهزاد د پاکستان دپوځ او القاعدې ترمنځ د ممکنه اړېکو په باب ېو لړ رپوټونه لېکي ؤ. نوموړي په پاکستان کې دټرورزم او استخباراتي موضوگانو په اړه راپورونه لېکل.

دامرېکا دبهرنېو چارو وزېرې ووېل چې د سلېم شهزاد دراپورونو نه دا خبره دېره ښه څرگندېدله چې تندورانو دپاکستان ثبات دڅومره زېات خطر سره مخامخ کړې دی . سلېم شهزاد ۴٠ کلن ؤ او درې ماشومان ېې درلودل. کله چې دېکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې دېوې مرکې لپاره دخپل کور نه ووته نو ېو ناڅاپه ورک شو. هغه څو ورځې مخکې په ېوه مقاله کې لېکلي ؤ چې د القاعدې او دپاکستان دسمندري پوځ تر منځ پټې اړېکې موجود وې.

په پاکستان کې دبشري حقوقو ېو څېړونکې علی دېان حسن مخکې اطلاع ورکړې وه چې سلېم شهزاد د پاکستان د IsI مامورانو نېولی دی ، ځکه چې سلېم ورته وېلې ؤ چې ISI ورته گواښونه کړي ؤ. خو د پاکستان د استخباراتو او پوځ مامورانو په دې اړه څه تبصره نه ده کړی. دعفوې نړېوال سازمان غوښتنه کړې چې د ژورنالست سلېم شهزاد د تښتولو او قتل په اړه باېد تحقېقات وشي او په دې اړه باېد تفتېش وشي چې اېا ISI دهغه په قتل کې لاس درلوده او که نه. خوISI دامرېکې AP خبري اژانس ته ووېل چې هغه پروسږکال په اکتوبرکې د ISI د مامورانو کتلي ؤ او دغه کتنه ډېره په ارامئ وشوه. ISI ووېل ځېني کسان کوښښ کوي چې دسلېم شهزاد دمرگ نه په استفاده دپاکستان استخبارات بد نام کړي. خو دعفوې نړېوال سازمان ددغې وژنې په اړه دتحقېقاتو غوښتنه وکړه. دعفوې نړېوال سازمان مسوول ، سام ظرېفي واېی چې په نوموې ادارې باندې له دې امله ډېر زېات تورونه لگول شوی دي چې په پاکستان کې ېې دڅو تنو مدافع وکېلانو، ژورنالستانو او سېاسي فعالېنو په قتل کې لاس درلوده.دغه اداره واېې چې په دې شکل تراوسه پورې سل کسان ورک شوي دی چې هېڅ درک نه لگېږي.

XS
SM
MD
LG