د لاس رسي وړ اتصالات

کیاني: په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو آوازې غلطې دي


د پاکستان د پوځ مشر هغه ریپوټونه ردوي چې وايي پوځ د شمالي وزیرستان په سیمه کې د امریکا سره ګډ نظامي عملیات پیلوي.


دغه سیمه د پاکستان په شمال لویدیځ کې موقعیت لري او د طالبانو او القاعدې د قوي مرکز په توګه مشهوره دی. امریکايي چارواکو په واري واري پر پاکستان باندي غږ کړی دی چې په دې سیمه کې دي نظامي عملیات پیل کړي. د حقاني شبکه چې پرې په افغانستان کې پر امریکايي قواوو د یو شمیر بریدونو ملامتي ده، ویل کېږي چې د شمالي وزیرستان په سیمه کې میشته وي.


نن د جمعې په ورځ جنرال اشفاق کیهاني یوه بیانیه خپره کړه چې په کښي راغلي دي چې هغه او د امریکا د مرکزي قوماندانی مشر جنرال جیمز متیز یو ورځ مخکي د لیدو کاتو پر مهال پر نظامي همکاریوو خبري وکړې.


ښاغلي کیاني وویل چې مونږ به د ضرورت پر اساس د شمالي وزیرستان په سیمه کې نظامي عملیات پیل کړو خو وخت به یې زمونږ د سیاسي او نظامي ملحوظاتو پر اساس ټاکل کېږي.
XS
SM
MD
LG