د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان سوداګرو لاریو ته د واګې د بندر نه د اوړیدلو اجازه


افغانستان د هند سره د یو جلا تړون له مخې اوس افغان سوداګرو لارۍ پنځه کیلومتره دننه د هندوستان په قلمرو کې مالونه خالي کوي
افغانستان د هند سره د یو جلا تړون له مخې اوس افغان سوداګرو لارۍ پنځه کیلومتره دننه د هندوستان په قلمرو کې مالونه خالي کوي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي پاکستان په لومړي ځل د افغان سوداګرو لاریو ته د هند او پاکستان سرحدي بندر واګې ته د تګ راتګ اجازه ورکړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې پاکستان دا اجازه د تیرې عیسوي میاشتې د یوویشتمې ورځې را په دیخوا ورکړې ده.

ښاغلي قوقندي وویل" د جنورې له یوویشتمې د افغانستان موټړې د واګې د بندر پورې د تللو حق لري، هندوستان سره زمونږ د موافقې له مخې زمونږ لارۍ پنځه کیلو متره د هندوستان خاورې ته هم ننوتلی شي او هلته مالونه کښته کوي".

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت دغه چارواکي وایي چې د دې لپاره چې د افغانانو لارۍ بیرته ډکې راستنې شي د پاکستان د حکومت نه یې په یو لیک کې غوښتې دي چې اجازه دې ورکړي ترڅو افغان سوداګر د واګې له بندر نه په خپلو لاریو کې مالونه هم را بارکړي.

د افغانستان او پاکستان ترانزیټي تړون

افغانستان د ۱۹۶۵ کال را په دیخوا د پاکستان سره یو ترانزیتي تړون لري چې نږدې ۲۳ کاله وړاندې په دغه تړون کې د پاکستان له خوا په یو اړخیز ډول د محدویتونو د رامنځ ته کولو وروسته د هغو افغان سوداګرو مالونه چې د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې یې افغانستان ته لیږدول په میاشتو میاشتو د کراچۍ په بندر کې پاتي شول چې له امله یې زیات شمیر افغان سوداګرو ته مالي زیانونه واوښتل.

افغانستان او پاکستان د ۲۰۱۰ کال په اکتوبر کې د اپټا په نوم یو نوی تړون لاسیلک کړ چې تر یو بریده په کې د دواړو هیوادونو اړتیاوو او غوښتنو ته پاملرنه شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي وایي چې په تیرو نږدې څلورو کلونو کې پاکستان د دغه نوي تړون د پلي کولو په برخه کې هم خنډونه را ولاړ کړي دي چې له امله یې افغان سوداګر دې ته اړ شوي چې د کراچۍ د بندر پر ځای خپل هیواد ته د ایران او منځنۍ آسیا د هیوادونو له لارې مالونه راوړي.

افغانستان او پاکستان په سمه توګه د دغه ترانزیتي تړون د پلي کیدو لپاره د اپټیکا په نوم یوه ګډه جرګګۍ هم جوړه کړې ده چې له ۲۰۱۰ کال راوروسته یې پنځه غونډې جوړې شوي دي او ټاکل شوې چې شپږمه غونډه یې بله عیسوي میاشت په کابل کې جوړه شي.

که څه هم په دغه تړون کې د پاکستان ټولو بندرونو ته د افغان سوداګرو د لاریو تګ حق خوندي شوی، په تیرو کلونو کې د دواړو هیوادونو تر منځ د ستونزو له امله افغان لوري ته دا امتیاز نه وو ورکړل شوی خو افغان لوري پاکستاني لاریو ته د افغانستان ټولو سرحدونو ته د تګ اجازه ورکړې وه.

ترافغان سرحده د مالونو د لیږدولو په برخه کې نوې اسنتیاوې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وایي چې د پاکستان له خوا د واګې بندر ته د افغان سوداګرو د لاریو د تللو د اجازې سربیره پاکستان په لومړي ځل د ریل د پټلۍ دوه واګونونه د کراچۍ له بندره د کندهار ولایت سره په سرحد کې پروت د چمن ښارګوټي ته د افغان سوداګرو د مالونو د لیږد لپاره ځانګړي کړي دي چې له امله یې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري ښه شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وایي چې پاکستان دا اقدامات دغه هیواد ته د افغنستان د جمهوررئیس محمد اشرف غني د سفر په وخت هغه سره د پاکستان د صدراعظم میا نواز شریف د کړو ژمنو لامل ګڼي.

ښاغلی قوقندي وویل" کوم تفاهمات چې د اپټیکا په پنځمه غونډه کې شوي او هم د پاکستان د صدراعظم وعدې دي چې د افغانستان جمهور رئیس ته یې دغه هیواد ته د سفر په وخت ور سره کړي دي. هیله لرو چې زمونږ لارۍ د واګې په بندر کې بار پورته کړای شي په دې مسله لا خبرې روانې دي او هیله ده چې دا کار به هم وشي".

د واګې نه لارۍ بیرته خالي راګرځي

افغان سوداګر هم دا مني چې د پاکستان له اړخه دغو اقداماتود دواړو هیوادونو په ځانګړې ډول هند سره د افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې یو څه سهولتونه رامخې ته کړي دي خو افغان سوداګر وایي چې د واګې له بندره د خالي لاریو راستنیدل هغوی ته اقتصادي نه پریوځي.

د افغانستان د سوداګرۍ اود صنایعو د خوني د عامه اړیکو د دفتر رئیس هاشم رسولي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، که چیرې په تړون کې له هند نه د مالونو د لیږد مسلې ته ځای ورکړل شوی وای نو دا به په سیمه کې د افغانستان د سوداګرۍ د پرمختګ لپاره یو ډیر ښه اقدام وای.

ښاغلي رسولي وویل" دا یوه اړخیزه لاره ده، د لاریو خاوندان په سوداګرو د دوو اړخونو کرایه حسابوي چې ورسره مصرف زیاتیږي او بیا هم اړتیا ده چې د هند څخه مالونه په پاکستاني لاریو کې راوړل شي".

کراچۍ کابل ته تر ټولو نږدې لاره

افغان سوداګر د پاکستان د کراچۍ بندر سربیره د ایران او منځنۍ آسیا له لارې هم افغانستان ته سوداګریز توکي راوړي خو د لارې د اوږدوالي له امله د پاکستان د کراچۍ بندر د نورو بندرونو پر ځای افغانستان ته نږدې پروت دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خوني د بهرنیو اړیکو رئیس اذرخش خفیظي امریکا غږ ته وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې تل د دغو دوو هیوادونو د سیاسي فضا تر اغیزو لاندې ساتل کیږي.

ښاغلی خافظي وویل" هرکله چې پاکستان له افغان حکومت څخه یا په سیاسي، استخبارتي او یا هم امنیتي دلایلو خفه شو او اختلاف یې پیدا کړ نو بیا په افغان حکومت یې زور نه رسیږي ځکه چې امریکائیان دلته دي او یا ناټو دلته ده، نو هغوی بیا زور له مسکین سوداګر اوباسي".

حافظي وایي د نږدې لسو کالو راپه دیخوا افغان او پاکستاني سوداګرو ګډه خونه هم جوړه کړې ده.

هغه وایي چې پاکستاني سوداګر هم ستونزې لري.

حافظي وایي چې پاکستاني سوداګر او پانګوال غواړي د افغانستان له خامو موادو ګټه واخلي، افغان پانګوالو سره ګډه پانګونه وکړي او د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته لاړ شي خو د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې ستونزو د هغوی مخه هم نیولې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د بهرنیو اړیکو رئیس وایي دا چې افغان سوداګر ولې د دومره ستونزو سره سره بیا هم د مالونو د واردلو لپاره دغه لاره کاروي یو علت یې دا دی چې دا لاره افغانستان ته د نورو ټولو لارو په پرتله لنډه ده او بله دا چې افغانانو په دودیز ډول دا لاره د اوږدو کلونو لپاره کارولې ده.

حافظي وویل "مونږ نور تریډورونه نلرو مثلآ که ایران ته لاړ شې مثلآ د چاه بهار لاره ده که چیرې تاسې د چاه بهار نه یو توکی راوړئ یوازې د زرنج نه تر کابله زر کیلو متره لار ده دلته د تورخم نه تر کابله ۲۵۰ کیلو متره لار ده".

افغان سوداګر هیله لري چې دا ځل به دواړه هیوادونه داسې ګامونه پورته کړي چې ورسره د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې شي.

XS
SM
MD
LG