د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني مفتیانو له نرښځیانو سره واده کول جایز وګڼل


مفتيانو ويلي د نرښځيانو جنازه دې هم د نورو عادي مسلمانانو په څېر وشي
مفتيانو ويلي د نرښځيانو جنازه دې هم د نورو عادي مسلمانانو په څېر وشي

په پاکستان کې په لومړي ځل د دیني عالمانو یوې ډلې په دغه هېواد کې د نرښځيانو سره واده کول جایز ګڼلي دي.

د "تنظيم اتحاد امت پاکستان" په نوم د مذهبي ډلې څه باندې ۵۰ مفتيانو او عالمانو فتوا ورکړې چې له نرښځیانو سره نکاح او واده کول په شرعي ډول جایز دي او هېڅ ستونزه نلري."

د دغې ډلې د مشر محمد ضياالحق نقشبندي په غوښتنې دغه فتوا برابره شوې او د همدې ډلې بل مفتي محمدعمران حنفي قادري بیا دا فتوا خپره کړې ده.

په فتوا کې ویل شوي " هغه نرښځیان چې په جسمي ډول د نارینوو نښې او علامې لري، د هغوی نکاح او واده له هغو نرښځیانو سره جائز دی چې په جسمي ډول د ښځو نښې نښانې او علامې لري او له دا ډول نرښځيانو سره نور خلک هم واده او نکاح کولی شي."

خو فتوا دا خبره هم کوي "هغه نرښځيان چې په جسمي ډول د نارینوو او ښځو علامتونه نه لري، په شريعت کې خنثی بلل کيږي او د داسې نرښځيانو سره نکاح او واده کول جائز نه دي."

د تظیم اتحاد امت پاکستان په فتوا کې نرښځيانو ته میراث ورکول د هغوی شرعي حق بلل شوی او ویل شوي هغوی چې د خپلې کورنۍ نرښځیان شړي "د الله په وړاندې د سخت عذاب حقدار دي او حکومت يې بايد په ضد ګام پورته کړي."

دیني عالمان د نرښځیانو د حقونو په اړه نور هم مخکې تللي او ویلي یې دي چې "په نرښځيانو پورې ملنډي وهل او هغوې ته سپک کتل هم په شرعي توګه حرام دي ځکه چې له هغوی سره دا ډول چال چلند پر خدايي خلقت ملنډې وهل دي."

د امریکا غږ ډیوې راډیو د راپور له مخې مفتيانو ويلي د نرښځيانو جنازه دې هم د نورو عادي مسلمانانو په توګه وشي.

دا فتوا له هغې وروسته ورکول کیږي، چې په پاکستان کې پر نرښځیانو د زور زیاتي یو لړ پېښې وشوې او آن په پېښور کې یو نر ښځی په ډزو ووژل شول.

XS
SM
MD
LG