د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان نرښځیان د ټولنې د کرکې او نفرت ترمنځ


په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې ۴۵ نرښځیان وژل شوي دي.
په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې ۴۵ نرښځیان وژل شوي دي.

په پاکستان کې د نرښځیانو د خوندیتوب د ټولنې مشره، فرزانه وايي نرښځې د پېسو ګټلو لپاره سوال کولو، نڅا کولو او آن فحاشۍ کولو ته مجبوریږي او ټول ژوند یې په وېرې او ډار کې تېریږي. هغوی ډېر کله خپل اصلي نومونه هم بدلوي.

د پاکستان ستره محکمه نرښځيان د دريم جنس په توګه پېژني، چې قانون يې د ساتلو ذمه وار دی، خو د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مرستیال کامران عاطف وايي چې په عمل کې نر ښځي له ډېر تعصب او توپيري چلن سره مخامخ دي.

په روان کال کې تر دې دمه په پاکستان کې پر نر ښځو پنځه بریدونه شوي دي. د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون مرستیال کامران عاطف وایي په تېرو دوو کلونو کې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په پېښور ښار کې ۴۵ نرښځې وژل شوي دي.

ښاغلي عاطف د اسوشيټډ اژانس ته وویل پر نرښځو جنسي تېری کیږي، زورزیاتی ورسره کیږي او وژل کيږي. کامران عاطف په دې باور دی چې په پاکستان کې د دا ډول انسانانو په وړاندې صبر او زغم مخ په کمېدو دی او علت یې هم د وهابیت په مفکورې چلېدونکې مدرسې او روان مذهبي تبلیغات دي.

دغه مدرسې، د ښاغلي عاطف په وینا غواړي چې د سعودي سخت قانون په پاکستان کې هم پلي شي. سعودي له ډېرو دغو مدرسو سره مرستې هم کوي.

هغه وايي " دغه مدرسې داسې ځوانان ټولنې ته وړاندې کوي، چې په دغه برخه کې هېڅ صبر او زغم نه پېژني. "

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون وايي مدرسې خلک د نرښځو پر ضد پاروي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون وايي مدرسې خلک د نرښځو پر ضد پاروي.

۲۳ کلنه علیشا ورستۍ قرباني؟

۲۳ کلنه نرښځې علیشا، د ادعا له مخې د خپل مخکني ميړه- بایفرینډ- له لوري پنځه ډزه ووېشتل شو او بیا په روغتون کې مړ شو. قاتل یې نیول شوی دی.

د هغې یوې ملګرې، پرو وايي، ډاکټرانو په روغتون کې د دې په ځای چې د علیشا درملنه وکړي، پر "موږ یې ملنډې وهلې او په دې یې لانجه وه چې علیشا د درملنې لپاره د د نارینوخونې ته بوځي که د ښځو."

پېرو وايي" ما چیغې کړې: خدای او رسول ته وګورئ، هغه مري، پرېږدئ چې ساه وباسي، هغه نڅیږي نه،" خو علیشا په همدغه کمکش کې د ژوند پور ادا کړ او مړه شوه.

ماني کوژده شوه خو واده نشوه

ماني د پاکستان د پنجاب ایالت ده، هغه وايي له ماشومتوب نه یې داسې فکر نه کاوه چې نجلۍ به وي، کوژده شوه، خو د نامزادۍ جامې یې وانغوستې او بلاخره یې ټولو خلکو ته خپل اصلي جنسیت ښکاره کړ، چې نجلۍ نه ده.

ماني د اسوشیټډ پرس اژانس ته وویل " اوس ډاریږم او هېچاته هم خپل ځان ښودلی نشي."

هغه وايي یوه ورځ یې پر تلویزون د جنسیت د تغیرولو اعلان ولیده او مور ته یې وویل که پېسې یې پیدا کړي، خپل جنسيت بدلوي، خو مور یې مخالفت وکړ.

هغه اوس پېسې ټولوي او پر فیسبوک یې هم د پېسو ټولولو کمپاین پیل کړی چې ۵۰زره ډالره پېدا کړي چې خپل جنیست بدل او نر شي.

هغې د اسلامپالو د بریدونو او کرکې له کبله په زړه کې د پیدا شوي ډار او ترهې خبره په وار وار کوله "په پاکستان کې ډېر کم خلک دي، چې پوهیږي نارینه -نرښځې- هم شته، دوی ډېر وخت پر موږ د نجونو ګمان کوي. د ټولنې خلک دا زغملی نشي، چې یوه ښځه دې د نارینو په څېر چال چلن وکړي."

ښايي د علیشا وژنه په پاکستان کې د نرښځو سره د چال چلند لومړنۍ او وروستۍ پېښه نه وي. خو ښه خبره دا ده د هغه روغتون مشر چې علیشا په کې مړ شو، د دغې پېښې په اړه د پلټنو امر کړی دی.

ډاکټر حمید سعید حق وايي که ثابته شوه علیشا د ډاکټرانو د بېغورۍ له کبله مړ شوی، سرغړونکو ته به سزا ورکړل شي. خو فرزانه وايي چې د علیشا په قتل کې ټوله ټولنه ګرمه ده.

XS
SM
MD
LG