د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د هند پر ضد د کرکټ دعوه وبایلله


د پاکستان د کرکټ بورډ مشر احسان ماني
د پاکستان د کرکټ بورډ مشر احسان ماني

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر احسان ماني تائید کړیدي چې د هند د کرکټ بورډ ضد دعوی یې بایللې ده او هغوي ته یې د ١.٦ ملیونو ډالره جرمانه ورکړیده

د پاکستان کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې شورا ته شکایت کړی و چې د هند کرکټ بورډ د دوه اړخیزه لړۍ د یوې موافقې نه سرغړونه کړیده چې لدی کبله د پاکستان کرکټ بورډ ته مالي تاوان رسیدلی او د هند کرکټ بورډ دې ورته ٧٠ ملیونه ډالره تاوان ورکړي.

د هند کرکټ بورډ بیا ویل چې د پاکستان سره یې د کرکټ د سیریز موافقه نه وه شوي خو دا یواځې یو وړاندیز و او قانوني بڼه یې نه لرله.

آی سي سي یعني د کرکټ نړیوالې شورا د قضیې د اوریدو نه وروسته د پاکستان کرکټ بورډ ته وویل چې د هند کرکټ بورډ ته دې ١.٦ ملیونه ډالره ورکړي.

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر احسان ماني وویل چې هغوي په دغه قضیه ٢٢٠٠ زره ډالره خرڅ کړل خو دغه دعوی یې وبایلله.

احسان ماني دا وویل چې د هند سره به یې د ٢٠١٥ کال نه واخله د ٢٠٢٣ کال پورې د لوبو ٦ لړۍ یوه موافقه شوې وه او ځکه یې د هند خلاف دعوی کړي وه خو د کرکټ نړیوالې شورا وویل چې د هند دریځ سم دی او پاکستان دې اوس د دغې قضیې مصرف یعني ١.٦ ملیونه ډالره ورکړي.

XS
SM
MD
LG