د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د نړیوال جام لومړۍ لوبه ویست انډیز ته بایلودله


نن د جمعې ورځ (می ۳۱) د نړیوال جام دویمه لوبه د پاکستان او ویسټ انډیز تر منځ د برتانیې په نتنګهم ښار کې وشوه.

پچه ویسټ انډیز وګټله او لومړی یې د توپ اچولو پریکړه وکړه.

تر پنځم اوور پورې پاکستان په ۵ اورونو کې ۳۳ نمرې کړې وې او یواځې یو کس یې سوځیدلی و، خو له هغې وروسته یې په پرلپسې توګه لوبغاړي په ډیرو ټیټو نمرو وسوځیدل.

د پاکستان دوه لوبغاړو، فخر زمان او بابر اعظم هریو ۲۲ نمرې وکړې. وهاب ریاض ۱۸ او محمد حفیظ ۱۶ نمرې وکړای شوې.

د ویسټ انډیز توپ اچوونکو کې اوشان تامس په ۵ اورونو او ۵ توپونو کې ۲۷ نمرې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځل چې وروسته د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

د پاکستان لوبډله په ۲۲ اوور کې په ۱۰۵ نمرو وسوځيدله او ویسټ انډیز ته یې د ۱۰۶ نمرو هدف وټاکلو.

د ویسټ انډیز توپ وهونکو تیزه لوبه شروع کړه او دغه هدف یې په څوارلسم اوور کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ.

د ویسټ انډیز لخوا نه کریس ګیل په ۳۴ توپونو ۵۰ نمرې وکړې چې په کې ۳ شپږیزې او ۶ څلوریزې شاملې وې.

د دغې لوبې سره ویسټ انډیز د نړیوال جام په درجه بندۍ کې د لست سر ته وخوت او پاکستان د لست آخر ته ولاړ.

د پاکستان راتلونکې لوبه به د دوشنبې په ورځ د انګلینډ سره وي.

XS
SM
MD
LG