د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د مریم نواز د خبري کانفرنس په خپرولو رسنیو ته خبرداری ورکړی


د پاکستان د رسنیو د څار ادارې (پیمرا) هغه ټلویژنونو ته د مریم نواز یوې خبرې غونډې ته د وینا د خپرولو له کبله سپیناوې غوښتې دی چې پکې هغې د ادارو ضد ځینې ادعاگانې کړیدي،

د پخواني صدراعظم نوازشریف لور مریم نواز چې دا وخت د مسلم لیگ سیاسي گوند مرکزي مشره ده، په یو خبري غونډې کې ویلي دي چې هغه قاضي چې نوازشریف ته یې د اوو کلونو د بند سزا ورکړیده هغه یې یو ملگري ته ویلي چې د فشار د لاندې یې دغه پریکړه کړي وه.

مریم نواز په خبري غونډې کې خبریالانو ته د قاضي ارشد ملک اډیویي ټیپ ورکړ چې په هغې کې قاضي وایي د نوازشریف خلاف د اداري فساد شواهد نه و موجود خو په هغه سخت فشار و چې نوازشریف زندان ته ولیږي.

د یادونې وړ ده چې د مریم نواز د دغو تورونو نه وروسته قاضي ارشد ملک هم په مسلم لیگ نون تورونه لگولي دي چې د نوازشریف په قضیه کې یې ورته د رشوت ورکولو کوښښونه کړي و.

د پاکستان پخوانی صدراعظم چې دری ځله یې په پاکستان حکومت کړیدی، دا اوس د اداري فساد او د پیسو د قاچاق په جرمونو په زندان کې دی او د اوو کلونو د بند سزا تیروي.

XS
SM
MD
LG