د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ وایي امریکا مو متحد هیواد دی


د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د جیو ټلویژون ته ویلي دي چې امریکا دې باید ځان پدې پوهه کړي چې د پاکستان او امریکا ترمنځ د تفاهم نشتون د سیمې ثبات ته تاوان رسولې شي، په خاصه توگه افغانستان ته.

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي چې امریکا یې متحد دی او د متحدینو سره څوک جنگونه او لانجې نه کوي خو هغه زیاته کړه چې پاکستان به دا هم و نه زغمي چې سپکاوې یې وشي.

د پاکستان د پوځ ویاند ملگرو ملتونو ته د امریکا د سفیرې نیکي هیلي کورنۍ ته په اشاره وویل چې د هغې کورنۍ په اصل کې د هند ده. غفور زیاته کړه چې امریکا دې هغه عناصرو ته پام وکړي چې غواړي د پاکستان او امریکا اړیکې خرابې کړي.

ښاغلي غفور دا هم وویل چې هند په سیمې کې د امنیت په برخه کې ډیر منفي رول لوبوي او هغوي د افغانستان نه د پاکستان په ضد گټه پورته کوي.

د یادونې وړ ده دا لومړی ځل ندی چې پاکستان په سیمې کې د هند په رول نیوکې کوي. پاکستان د هغې نه وروسته چې ولسمشر ټرمپ د اگست په میاشت کې د افغانستان لپاره تگلاره اعلان کړه او د هند نه یې وغوښتل چې په افغانستان کې خپل مثبت رول ولوبوي، په پرله پسې توگه دا اندیښنې څرگندي کړیدي چې هند په سیمې کې زیات نفوز غواړي او پاکستان ته تاوان رسوي.

افغانستان بیا وایي چې د یو خپلواکه ملک په حيث دا حق لري چې د چا سره وغواړي اړیکې وساتي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG