د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په ایډالوژۍ باندې ولاړ یو هیواد دی


د امریکا د جارج واشنگټن د پوهنتون پروفیسره کرسټین فیئر
د امریکا د جارج واشنگټن د پوهنتون پروفیسره کرسټین فیئر

د امریکا د جارج واشنگټن په پوهنتون کې پروفیسره کرسټین فیئر چې شاو خوا یوه لسیزه په پاکستان کې اوسیدلې ده، تیره میاشت یې د پاکستان په پوځ یو کتاب لیکلې دی چې په دغه کتاب کې هغې د هند په هکله د پاکستان د پوځ پالیسۍ او په هیواد کې دننه د پوځ په رول لیکنې کړې دي.

کرسټین فیئر په واشنگټن کې د کارنیگي انډومنټ په څیړنیز مرکز کې د خپل کتاب په هکله یوې غونډي ته وینا وکړه.

هغې د خپلو خبرو په سر کې وویل چې پاکستان په دی باور لري چې هند تر نننې ورځې پورې د پاکستان شتون نه مني، او په زړه کې د پاکستان لپاره کرکه لري.

په همدی وجه پاکستان تل دغه کوشش کړی دی چې هند ته مشکلات جوړ کړي او اوس د پاکستان پوځ تر دی حده رارسیدلې دی چې هر څومره چې هند غواړي د پاکستان سره ښې اړیکي ولري، د پاکستان پوځ بیا هم په خپل هیواد کې دننه د هند په خلاف جهادیان روزي او د هند سره په پرله پسې توگه لانجي راسپړي.

د امریکا د جارج واشنگټن د پوهنتون پروفیسره کرسټین فیئر کتاب
د امریکا د جارج واشنگټن د پوهنتون پروفیسره کرسټین فیئر کتاب

کرسټین فیئر وایی چې د پاکستان زیاتره جهادي ډلي د پنجاب سره تعلق لري.

هغه وایی « د دغه جهادیانو اصلي منبع پنجاب دی. د همدې جهادیانو په وجه پاکستان د دې جوگه شویدی چې په هند او افغانستان کې مداخله وکړي»

د نړۍ بیلا بیل هیوادونه د جهادیانو سره د اړیکو په وجه په پاکستان سخت انتقادونه کوي په تیره بیا امریکا چې په تیرو څو کلونو کې یې په پرله پسې توگه پاکستان ته خبرداری ورکړېدی چې د جهادیانو سره خپلې اړیکي پرې کړي.

میرمن فیئر زیاتوي « مونږ به دا تمه کوله چې پاکستان به په خپلو هغه پالیسیو کې تغیر راولي او یا به یې بیخي له مینځه یوسي کومی پالیسۍ چې د پاکستان د اهدافو په ترلاسه کولو کې ناکامه شویدي او ما په خپل کتاب کې هم په دغه هکله لیکلي چې پاکستان دغه کار نه کوي. زیاتره خلک په دی باور دي چې پاکستان یو پوځي او دفاعي هیواد دی او په دی وجه پاکستان خپلي پالیسۍ نه بدلوي، خو زما په فکر پاکستان یو ایډیالوژیک هیواد دی او د هند سره د کشمیر او نورې مسلې یې نظریاتي بڼه لري.»

کرسټین فیئر د امریکا په پالیسۍ انتقاد کوي او وایي چې امریکا د پاکستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړیده. که چیري امریکا پاکستان ته هر ډول مرسته بنده کړي، پاکستان به خامخا په خپلو پالیسیو کې بدلون راولي.

هغه وایي چې امریکا په دې باور ده چې که چیري د پاکستان دولت ناکامه شي نو دا به سیمه ایز او نړیوال امنیت ته سخت گواښ پیښ کړي.

کرسټین فیر په سیمه کې د پاکستان د ستراتیژۍ په هکله وایي چې دا د انگریز د وختونو ستراتیژي ده او د پاکستان د جوړیدو نه وروسته د پاکستان پوځ خپله کړه « دسیمې په هکله د پاکستان د ستراتیژۍ اساس د پاکستان د جوړیدو نه هم مخکي کیښود شویدی. پاکستان دغه فکر د برطانیې نه په میراث کی تر لاسه کړېدی. نو دغه فکر چې ددی بنسټ ایښودونکي ضیالحق او یا اسلم بیگ دي، سم نه دی.»

کرسټین فیر دا هم وویل چې د افغانستان او پاکستان مسلو کې تر ټولو لویه مسله د ډیورنډ د کرښي مسله ده. د افغانستان حکومت دغه کرښه نه مني او دا د پاکستان لپاره ډیره جدي موضوع ده.

که چیرته د افغانستان حکومت د ډیورنډ د کرښې په هکله خپل دریځ بدل کړي دا کیدای شي د افغانستان په وړاندي د پاکستان په پالیسۍ کې هم بدلون راولي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG