د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې سیکان وايي پر دوی باندې ترهګریز بریدونه زیات شوي


عکس:‌ ارشیف
عکس:‌ ارشیف

د پاکستان په شمال لویدیځ کې میشت سیکان اندېښمن دي چې د دوی په خلاف ترهګریزو بریدونو زور اخیستی دی.

په پېښور کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې د هغه برید پړه ومنله چې د سیکانو د ټولنې یو کس پکې ووژل شو او یو بل پکې ټپي شو.

د تارلوک سینګ کورنۍ چې د یوناني درملو په مټ د ناروغانو د درملنې کاروبار کوي، د ناامنیو له کبله خپله پلرنۍ سیمه تېرا پرېښودله او پېښور ښار ته کډه شول. خو وايي، اوس يې په پېښور کې هم ژوند په ارامه ندی.

تارلوک سینګ پر خپل ځان د برید کیسه کوي. هغه وویل: "درې پر موټر سایکلونو سپاره کسان راغلل، لومړی یې ماته هسې وکتل، خو چوک ته لاړل. وروسته بېرته راستانه شول او د دوکان مخې ته ودرېدل. او وروسته یې پر موږ ډزې پېل کړې."

هغه وايي: "ما د لومړي ډز سره مقاومت وکړ، خو له څلورم ډز وروسته پر ځمکه راوغورځېدم او بې سده شوم."

د بريد په سبا یې یو بل سیک، منموهن سینګ په یوه هدفي برید کې ووژل شو. داعش د دغو دواړو بریدونو مسوولیت ومانه.

په پېښور ښار کې سیکان وايي چې دغه ښار اوس ورځ تر بلې د دوی لپاره نا امنه کېږي. د سیکانو د ټولنې مشر ساروف سینګ وايي، دا پېښې له ۲۰۱۳ کال راپدېخوا روانې دي.

نوموړی زیاتوي: "تر اوسه هیچا د دې پېښو د مخنیوي لپاره کوم اقدام ندی کړی. دا پېښې په دوامداره توګه ترسره کېږي او هدف یې هم سیکان دي. زما وراره په ۲۰۱۸ کې په خپل دوکان کې ووژل شو، او زه تاسې ته ۳۰ دغه ډول پېښې شمارلی شم."

د تارلوک سینګ کورنۍ چې د یوناني درملو په مټ د ناروغانو د درملنې کاروبار کوي، د ناامنیو له کبله خپله پلرنۍ سیمه تېرا پرېښودله او پېښور ښار ته کډه شول. خو وايي، اوس يې په پېښور کې هم ژوند په ارامه ندی.
د تارلوک سینګ کورنۍ چې د یوناني درملو په مټ د ناروغانو د درملنې کاروبار کوي، د ناامنیو له کبله خپله پلرنۍ سیمه تېرا پرېښودله او پېښور ښار ته کډه شول. خو وايي، اوس يې په پېښور کې هم ژوند په ارامه ندی.

په سیمه کې تازه تازه پر دریو تنو چې په مذهبي لږه کیو پورې اړوند دي، بریدونه شویدي. پدغو کي یو یې سیک، او دوه نور یې عیسویان وو.

دغو پېښو د تارلوک سینګ په څېر خلک اندېښمن کړي دي. هغه وايي، ترهګر له ویرې پرته خلک وژني. نوموړی وايي چې دا کار د هغو سیکانو لپاره چې د کار روزګار دپاره هره ورځ ښار ته ځي، ډېره د اندېښنې وړ خبره ده.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر د سیکانو سره په یوه لیدنه کې د دوی د خوندیتوب لپاره د امنیتي کمرو د نسبولو او د پولیسو د اقداماتو د زیاتولو ژمنه وکړه.

خو د سیکانو د ټولنې مشران وايي چې پر دوی د بریدونو په تړاو تر اوسه څوک ندي نیول شوي. د سیکانو ځايي مشر بابا جي ګورپال سینګ د معلوماتو له مخې، دا مهال په پاکستان کې تر ۳۵ زرو زیات سیکان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG