د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د زیارت یو منجاور ۲۰ تنه ووژل


پولیس وايي منجاور به سیخان او نور وسپنیز وسایل په اور کې وسوځول او بیا به یې خلک پرې وداغل
پولیس وايي منجاور به سیخان او نور وسپنیز وسایل په اور کې وسوځول او بیا به یې خلک پرې وداغل

د پاکستان په پنجاب کې د یو زیارت منجاور د خپلو ملګرو په مرسته ۲۰ زیارت کوونکي په چړو، سیخانو او نورو وسپنیزو وسایلو وژلي دي.

پولیس وایي دغه کسان لومړی مسموم او بې هوشه کړل شوي او بیا وژل شوي دي.

ډاکټران وايي چې د وژل شویو کسانو بدنونه په چړو سوري سوري دي. دا کسان زیارت ته نژدې یوه کور کې وژل شوي او جامې یې هم سوځول شوي دي.

د پولیسو یو مشر محمد بلال وايي چې د زیارت منجاور او څلور نور کسان یې د یکشنبې په ورځ د ملتان په شمال کې د سرګوده په یوه کلي کې له چاقوګانو او نورو اوسپنیزو وسایلو سره په لاس نیولي دي.

پولیس وايي څلور نور نیول شوي کسان ژوبل دي. پولیس وایي له نیول شویو کسانو تحقیق پیل شوی دی.

د اسوشیټد پرس د راپور له مخې د منجاور نوم عبدالوحید دی او چارواکي وايي چې د حکومت مخکنی مامور و او داسې ښکاري چې په رواني تکلیف اخته وي.

منجاور به سیخان او نور وسپنیز وسایل په اور کې ګرمول او بیا به یې زیارت ته ورغلي کسان پرې وداغل. منجاور وايي دا کار یې د دې لپاره کاوه چې دا کسان له ګناهونو پاک کړي.

په سیمه کې یو حکومتي چارواکي لیاقت علي چاټ وايي عبدالوحید منلې چې دا کسان یې وژلي دي، خو وايي د ده هدف دا و چې هغوی له ګناهونو پاک کړي.

د پنجاب د عدليې وزیر رانا ثناالله وايي تحقیقات ښيي چې خلک په دوامداره ډول دغه زیارت ته ورتلل او د مذهب تر نامه لاندې ورسره بد چلند کېده.

د پولیسو یو مشر شمشیر جویا وايي دا زیارت شاوخوا دوه کاله مخکې د یو سیمه ییز مذهبي مشر علي محمد ګجر په قبر باندې جوړ شو او منجاور او عبدالوحید به د اونۍ دوه وارې دغه زیارت ته ورته.

XS
SM
MD
LG