د پاکستان هغه محکمې چې دغدارۍ په تور د دغه هېواد د پخواني ولسمشر پرویز مشرف قضیه څېړي، د ښاغلي مشرف هغه غوښتنه یې رد کړې چې وايي قضیه دي یې کومې پوځي محکمې ته وسپارل شي. محکمه وايي چې دوي د ښاغلي مشرف د قضيي د اورېدو قانوني صلاحیت لري.
محکمې د جمعې په ورځ مشرف وروغوښت او ورته يې وویل چې باید د مارچ په ۱۱ نېټه محکمې ته حاضر شي.
پر مشرف باندي د غدارۍ تور، په ۲۰۰۷ کال کې، له واکه د هغه د لېرې کیدو یوه کال د مخه ، د بېړنیو حالاتو، د اعلان سره تړاوو لري. خو په خپله ښاغلی مشرف دا نه مني چې ګنې کوم غلط کار يې ترسره کړی وي.
که ښاغلی مشرف محکوم شي، ښايي د مرګ له سزا او یا هم له عمري بند د سزا سره مخامخ شي.
دغه پخوانی پوځي واکمن به لومړنی پوځي ولسمشر وي چې دغدارۍ په تور محاکمه کېږي. د پاکستان د ۶۶ کلن تاریخ په اوږدو کې په دې هېواد کې درې ځلي پوځي کودتاګانې شوي دي.
پر ښاغلي مشرف باندې د نوموړي د واکمنۍ پر مهال د ځیني نورو سرغړونو تورنه هم لېګېدلي دي چې په کښي د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو د قتل په دسیسې کې دخالت هم شامل دی.
ښاغلی مشرف د ۱۹۹۹ کال راهیسې کله چې یې د هغه وخت پر ملکي حکومت باندي کودتاه ترسره کړه، تر ۲۰۰۸ کال پوري د پاکستان واکمن پاته شو.