د لاس رسي وړ اتصالات

د آی ایس آی پخوانی مشر د پاکستان د پوځ نوی لوی درستیز کیږي


جنرال اسد منیر به د جنرال قمر جاوید باجوه پر ځای د پوځ لوی درستیز وټاکل شي.
جنرال اسد منیر به د جنرال قمر جاوید باجوه پر ځای د پوځ لوی درستیز وټاکل شي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د پوځي استخباراتو (آی ایس آی) مخکینی مشر جنرال عاصم منیر د پوځ د نوي لوی درستیز په توګه نومولی.

ښاغلي شریف پنجشنبه نومبر ۲۴ (لیندۍ۳) دا پریکړه پداسې حال کې کړې چې پدې هیواد کې لا هم ژوره سیاسي ګډوډي روانه ده.

چارواکي وایي چې صدراعظم ته د شپږ جنرالانو نومونه ورکړل شوي و چې د مخکني لوی درستیز جنرال قمر جاودید باجوه ځای ناستی وټاکي. ټاکل شوې چې ښاغلی باجوه راتلونکې اوونۍ خپله دنده پریږدي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف هم د دې پریکړې اعلان وکړ او وې ویل چې جمهور رئیس عارف علوي ته یې د منظورۍ لپاره لیږلې ده.

د پوځ د لوی درستیز د ټاکل کیدو لپاره د جمهور رئیس منظوري شرط ده او که ښاغلی علوي یې منظور کړي، عاصم منیر به د همدې روانې میاشتې په ۲۹ مې د راولپنډۍ په ښار کې د پوځ په عمومي قرارګاه کې په ځانګړو مراسمو کې د باجوه ځای ناستی وټاکل شي.

پاکستان پداسې حال کې د پوځ نوی لوی درستیز ټاکي چې پدې قوي ادارې د هیواد په سیاسي چارو کې د لاس وهنې تورونه ډیر شوي.

د باجوه تر مشرۍ لاندې په سیاست کې د پوځ لاس وهنه لا ډیره هغه وخت بربنډه شوه چې مخکني صدراعظم عمران خان ادعا وکړله چې د هغه د حکومت د ړنګولو او بې واکه کولو لپاره د پوځ لوی درستیز د اوسني صدراعظم شهباز شریف سره په ګډه د متحده ایالاتو سره دسیسه جوړه کړې وه.

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د هیواد جمهور رئیس عارف علوي ته په یو لیک کې لیکلي و چې د نظامي استخباراتو د مشر په ګډون د پوځ جګپوړي چارواکي په سیاسي چارو کې لاسوهنه کوي او د تحقیقاتو غوښتنه یې ترې کړې.

پدې لیک کې عمران خان یو ځل بیا ادعا کړې چې صدراعظم شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله او د نظامي استخباراتو (آی ایس آی) جګپوړو چارواکو په هغه باندې د تیرې اوونۍ د برید کولو طرحه جوړه کړې وه.

عمران خان ادعا کړې چې د آی ایس آی دننه ورته معلومات ورکړل شوي چې د ترور لپاره یې دسیسه جوړیده خو د خپلې دې ادعا لپاره یې هیڅ کوم ثبوت ندی وړاندې کړی.

عمران خان د جمهور رئیس څخه غوښتي چې د هیواد تر ټولو د ستر دولتي مقام په توګه په هیواد کې د واک څخه د ناوړې ګټې اخیستو او اساسي قانون څخه د سرغړاونو مخه دې ونیسي.

خو جنرال باجوه تیره ورځ یو ځل په رسمي توګه د عمران خان دا ادعاوې په ټلویزیوني وینا کې رد کړلې او په هیواد کې د بې ځایه ګډوډیو د پیدا کولو لپاره یې دا ادعاوې "جعلې او ناسم داستان" وبللې.

خو ۶۲ کلن باجوه پخپلو خبرو کې دا ومنله چې پوځ د لسیزو راپدیخوا د پاکستان په ملي سیاست کې لاس وهلی او له همدې کبله عام خلک پدې ادارې وخت نا وخته انتقادنه کوي.

هغه د خلکو د انتقادونو د دلیل په هکله وویل، "زه فکر کوم غټ علت یې په تیرو ۷۰ کالونو کې په سیاست کې د پوځ لاس وهنه ده چې د اساسي قانون خلاف کړنه ده".

په پاکستان کې د ۱۹۴۷ کال راپدیخوا چې دا هیواد خپلواک شوی، پوځ څلور ځله نظامي کودتا کړې او واک یې تر لاسه کړی.

XS
SM
MD
LG