د لاس رسي وړ اتصالات

رباني: د افغانستان او پاکستان امنیت یو بل سره تړلی دی


پاکستان د ملي ورځې په لمانځ غوڼده کې د افغان حکومت چارواکو سربیره د یو شمیر سیاسي ډلو او پارلمان استازو هم برخه اخیستې وه.
پاکستان د ملي ورځې په لمانځ غوڼده کې د افغان حکومت چارواکو سربیره د یو شمیر سیاسي ډلو او پارلمان استازو هم برخه اخیستې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني وايي، د افغانستان او پاکستان امنیت له یو بل سره تړلی دی، که یو هیواد ناامنه وي نو زیان یې بل هیواد ته هم رسیږي.

نوموړي دا څرګندونې نن په کابل کې د پاکستان د ملي ورځې په مناسب وکړې. د پاکستان د آزادۍ ورځ د مارچ ٢٣ ده، خو ددې هیواد په سفارت کې نن پنجشنبې په دې مناسبت یوه غونډه جوړه شوی وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، تمه ده چې افغانستان او پاکستان د دو ګاونډیو هیوادونو په توګه، د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب او ګډو ګواښونو په وړاندې له یو بل سره همکاري وکړي.

هغه وویل "موږ په همدې باور یو او له همدې امله تل مو د تروریزم او افراطیت په وړاندې او دغه راز، د سولې په برخه کې مو د ورور او ګاونډي هیواد پاکستان پر همکارۍ ټینګار کړی."

ښاغلي رباني د لاهور، ترکیې او بروکسل خونړیو بریدونو ته په اشارې وویل، چې تروریزم او افراطیت یوازې د افغانستان لپاره نه بلکې د سیمې او نړۍ لپاره یو لوی ګواښ دی.

دغه راز، په کابل کې د پاکستان سفیر سید ابرار حُسین وویل، افغانستان او پاکستان په اوس وخت کې له جدي ستونزو سره مخ دي او زیاته یې کړه، چې د دواړو هیوادونو تر منځ د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پایله کې به دا ستونزې له مخې پورته شي.

د پاکستان سفیر د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې د خپل هیواد د هڅو یادونه وکړه او وې ویل، چې پاکستان د یو سوکاله او هوسا افغانستان غوښتونکی دی.

هغه وویل "دواړه هیوادونه ښې همغږۍ ته جدي اړتیا لري، باید له یو بل سره لاسونه ورکړو او د تروریزم، فقراو ناروغیو په وړاندې ګډه مبارزه وکړو، دا یواځینی لاره ده چې موږ پرمختګ او بریا ته رسوي."

د سولې خبرې

که څه هم د دواړو هیوادونو چارواکو د سولې روانو هلو ځلو په اړه څه و نه ویل، خو د دې غونډې په څنډه کې د سولې عالي شورا یو مرستیال مولوي عطاالرحمان سلیم د دې شورا او اسلامي حزب تر منځ د سولې دوه اړخیزو خبرو په اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

ښاغلي سلیم وویل، چې تر دې مهاله دواړو غاړو د روغې جوړې پر عمومي مسائلو خبرې کړې دي او زیاته یې کړه، چې د سولې عالي شورا د اسلامي حزب پلاوي ته خپلې غوښتنې وړاندې کړي چې د نن ورځې تر پایه به دا پلاوی خپل دریځ د سولې عالي شورا ته وسپاري.

هغه وویل "هیله‌مند یو چې د راتلونکې شنبې په ورځ د اسلامي حزب له پلاوي سره درېیمه غونډه وکړو او په جزئیاتو ورسره وغږېږو."

د سولې عالي شورا او د اسلامي حزب د پلاوي تر منځ د خبرو اترو دویمه غونډه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوه او د دې شورا غړو د اسلامي حزب له پلاوي سره د دغو خبرو بهیر بریالی وباله.

د افغانستان د سولې عالي شورا د چارواکو د وروستیو څرګندونو له مخې، افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب تر منځ د سولې هوکړه لیک په درېو فصلونو او ۲۶ مادو کې جوړ شوی، چې په کې د اختلاف درې ټکي لا هم د بحث وړ دي.

که څه هم لا تر اوسه روښانه شوې نه ده، چې دواړه غاړې په کومو مسائلو کې د نظر یووالی نه لري، خو د سولې عالي شورا وايي چې د اختلاف ټکي د اندېښنې وړ نه دي.

XS
SM
MD
LG