د لاس رسي وړ اتصالات

په ټول پاکستان کې برېښنا پرې شوې


په ملي برېښنا کوټ کې د خرابۍ په وجه د پاکستان په اکثره برخو کې د دوشنبې په ورځ برېښنا قطع شوه.
په ملي برېښنا کوټ کې د خرابۍ په وجه د پاکستان په اکثره برخو کې د دوشنبې په ورځ برېښنا قطع شوه.

په پاکستان کې د دوشنبې په ورځ جنوري ۲۳ (سلواغې درېیمه) په عمومي ډول د بریښنا پرې کېدو د کراچۍ او لاهور ښارونو په ګډون ددغه هېواد لږترلږه ۲۲۰ میلیون نفوس اغېزمن کړی دی.

د پاکستان د برېښنا وېش یوه پیچلې او زیان منونکې شبکه ده چې په یوه برخه کې یې ستونزه کولی شي په ټول هیواد کې د برېښنا د قطع کېدو لامل شي.

دا په تیرو دوو کلونو کې دوهم ځل دی چې په دغه هېواد کې په عمومي ډول برېښنا پرې کیږي. په ملي برېښنا کوټ کې د خرابۍ په وجه د پاکستان په اکثره برخو کې د نن سهار راهیسې برېښنا قطع شوې ده.

د پاکستان د انرژۍ وزارت په یو ټویټ کې وویل: "د لومړنیو راپورونو په اساس، په ملي برېښنا کوټ کې نن سهار د سیستم فریکونسي پرې شوه او له امله یې په عمومي ډول برېښنا قطع شوه."

د برېښنا د بېرته فعالولو دپاره د ترمیم چارې روانې دي، او تر دې مهاله یوازې د پایتخت اسلام آباد او پېښور ښارونو په ځینو برخو کې برېښنا بېرته فعاله شوې ده.

د کراچۍ په ۱۵ میلیون نفوس لرونکي او د لاهور په ۱۰ میلیون نفوس لرونکي ښارونو کې لا تر اوسه برېښنا نشته.

د ۲۰۲۱ په جنوري کې هم په ټول پاکستان کې برېښنا پرې شوې وه. هغه مهال یې علت د هېواد په سویلي برخه کې په یو برېښنا کوټ کې خرابي ښودل شوې وه چې په ټول پاکستان کې یې د برېښنا د لېږد سیستم ګډوډ کړی و.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د انرژۍ له کمښت سره مخامخ دی او عمده لاملونه یې خراب اقتصاد، ناسم مدیریت او د ذخیرې د اسانتیاوو نشتوالی ښودل شوي دي.

په پاکستان کې اکثره روغتونونه احتیاطي جنراتورونه کاروي او په ښوونځيو کې د ټولګیو د تودولو لپاره ګاز استعمالیږي.

په روان ژمي کې بې برقۍ پاکستاني کورنۍ او ددغه هېواد فابریکې، په ځانګړي ډول د ټوکر د تولید صنعت اغېزمن کړی او ځینې فابریکې په موقتي توګه تړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG