د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ناټو پر اکمالاتي کاروانونو نوې مالیې لګوي


توقع کېږي چې د پاکستان پارلمان به د پاکستان په لاره په افغانستان کې د ناټو او امریکا د ځواکونو لپاره د اکمالاتو دانتقال لپاره نوي مقررات او فیسونه وټاکي. د پاکستان حکومت وایې غواړي چې د پاکستان نه د ناټو او امریکاېې ځواکونو د اکمالاتو دانتقالولو د حق العبور فیسونه لوړ کړي.

خو پاکستان وایې مخکې له دې چې خپلې ترانزیتي لارې د ناټو او امریکایې ځواکونو د پوځي اکمالاتو او قطارونو پرمخ خلاصې کړي باید امریکا او ناټو د لوړو فیسونو سره موافقه وکړي.

د پاکستان حکومت دتورخم مهمه ترانزېتي لاره په افغانستان کی دناټو او امرېکاېې ځواکونو د اکمالاتو پرمخ داعتراض په ډول پروسږکال وروسته دهغې وتړله چې دناټو په یوه هوایی برید کی د مومندو په قبایلي ایجنسئ کی دپاکستان د پوځ ٢۴ تنه عسکر ووژل شول.

داسلام اباد نه امریکا غږ خبریال بران پیډن په خپل راپو رکی وایی چی د روانی مېاشتی په پنځلسمه به د پاکستان پارلمان په دی اړه غونډه وکړي او په افغانستان کی به د ناټو او امرېکا سره پر خپلو ټولو اړېکو او همکارئ باندی له سره غور وکړي.

پروسږکال د پاکستان د پوځ په سرحدي پوسته باندی د ناټو د دوو هوایی حملو په تعقېب د پاکستان حکومت پریکړه وکړه چی د ناټو سره په خپلو ټولو مخکېنېو موافقو او پروټوکولونو باندی له سره غور وکړي.

د پاکستان صدراعظم ووېل چی دناټو هوایی بریدونه په واقعېت کی دپاکستان پر خاوره او ازادئ باندی حمله وه. فعلا په افغانستان کی د ناټو د ځواکونو پر مخه دپاکستان ټولې لاری تړل شوي دي او امرېکا او ناټو دواړه پوره کوښښ کېږي چی زر تر زره بېرته خلاصی ‍شی.

XS
SM
MD
LG