د لاس رسي وړ اتصالات

د خیبر درې د لنډدیکوتل په سیمې کې د تیلو ټانکر سوځول شوی


د خیبر درې د لنډدیکوتل په سیمې کې د تیلو ټانکر سوځول شوی
د خیبر درې د لنډدیکوتل په سیمې کې د تیلو ټانکر سوځول شوی

چارواکي وایي چي د تیلو هغه ټانکر چي په افغانستان کي یې د ناتو قواو ته تیل رسول د پاکستان د خیبر پښتونخوا په سیمه کي د بم د چاودني له کبله اور اخیستی او په دې پېښه کي لږ تر لږه ١٥ کسه وژل شوي دي.

مامورینو وویل خلک نن د شنبې په ورځ په دغه ټانکر باندي چي بم ورته چاودلی و، راغونډ شوي وو او تیل یې راغونډول چي ټانکر اور واخیست او هغوي په کي مړه شول.

له دینه مخکي په همدې سیمه کي د ناتو په موادو بار لږ تر لږه ١۴ لاریو هغه وخت اور واخیست چي یوه یې په بم والوته. چاروکو وویل چي په دې پېښه کي څوک وژل شوي یا زخمي شوي نه دي.

هیچا ددې حملې په باب څه نه دي ویلي چي چا کړې ده. مګر طالبانو د پخوانیو داسي حملو په باب ادعا ګاني کړي چي دا حملې دوي کوي.

طالبانو د جمعې په ورځ وویل چي په پېښور کي د امریکا د قونسلګرۍ د موټرو یوه کتار ته د بم چاودنه دوي وکړه چي یو تن په کي ووژل سو او ١١ کسه نور زخمي سول.

وروسته له هغه چي په پاکستان کي د امریکا خاصو قواو اسامه بن لادن وواژه، په هغه ملک کی د یاغیانو حملې زیاتي شوي دي.

XS
SM
MD
LG