د لاس رسي وړ اتصالات

زاخیلوال: لویه ستونزه په پاکستان کې د افغانستان په اړه پالیسي ده


زاخیلوال وایي د افغانستان لپاره د پاکستان پالیسي باید تغییر وکړي.
زاخیلوال وایي د افغانستان لپاره د پاکستان پالیسي باید تغییر وکړي.

په اسلام آباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال وایي پاکستان باید د افغانستان په اړه خپله پالیسي بدله کړي.

ښاغلي زاخیلوال د چهارشنبې په ورځ (سپتمبر ١٣) د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې په پولې باندې د اغزن تار لگولو یا د دواړو هیوادونو گډه گزمه د ستونزې حل نده.

سفیر زاخیلوال وویل "مثلا مونږ ورته وایو؛ ته چې اغزن تار چیرته لگوئ، ستونزه هلته نده. ستونزه په کوټه، پیښور، انگو او نورو ځایونو، مدارسو کې ده، کوم ځای کې چې جنگیالي روزل کیږي یا د طالبانو ځینو مشران شتون لري."

ښاغلی زاخیلوال وایي که چېرې پاکستان غواړي چې د تندلاري توپ په وړاندې په جدیت کار وکړي په پولې باندې د اغزن تار په ځای په هغو ښارونو کې چې د پاکستان تر مستقیم کنترول او نظارت لاندې دي په افغانستان کې د ترهگریزو فعالیتونو مخه ونیسي.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د سې شنبې په ورځ (د سپمبر ١٢) په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي چې پر پولې د ترهگرو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د ګډو ګزمو پېلولو ته تیار دی.

د پاکستان صدراعظم ویلي"موږ به پر ګډه پوله اغزن سیم ولګوو او افغانان هم کولای شي چې له خپل لوري ورته موانع جوړ کړي. موږ د ګډ سرحد د څارنې لپاره له افغانستان سره د ګډو ګزمو لپاره هم تیار یو."

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي
د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي

صدراعظم عباسي په افغانستان تور لگوي چې ټولې هغه جنایتکارې ډلې چې پاکستان یې پر ضد جنګېږي په افغانستان کې دېره دي.

خو متحده ایالات په اگست میاشت کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د تگلاره د اعلان په مهال پر پاکستان غږ وکړ چې نور دا نه شي زغملی چې پاکستان داسې ترهگرو ته ځای ورکړی چې د امریکا پر خلکو او ګټو حملې کوي.

د پاکستان صدراعظم د دوشنبې په ورځ د رویترز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي چې هېواد یې د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه کړې او د پاکستان د هلو ځلو تخریب امریکا ته تاوان لري.

"موږ د ترهگرۍ پر ضد په مبارزه بوخت یوو. هر اقدام چې په دې برخه کې زموږ هلې ځلې تخریب کړي، یوازې د امریکا هڅو ته تاوان اړوي."

بل خوا اسلام اباد وایي ترکیه او پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره موافقې ته رسیدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي دي:

"ترکیه او پاکستان په دې سلا دي چې د سیمې د تلپاتې سولې لپاره په افغانستان کې سوله او امنیت ډېر مهم دی. د افغانستان مسله پوځي د حل لاره نه لري او د پاکستان او ترکیې په ګډون د افغانستان ګاونډي او سیمه ییز هېوادونه باید د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ په افغانستان کې د سولې او سیاسي ټیکاو لپاره کار وکړي."

ښاغلي اصف د ایران او چین د سفر وروسته ترکیې ته تللی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت څو ورځې وړاندې ویلي و چې د دې هېواد د بهرنیو چار وزیر د سیمه ییزو هېوادونو تر څنگ روسیې او متحده ایالاتو ته سفر وکړي، خو د دغو سفرونو د نېټو په اړه تر اوسه لا څه نه دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG