د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د تیلو ټانکر اور اخیستی ۱۵۳ کسان مړه شوي


له پاکستان څخه راپورونه وايي چې د تیلو یو ټانکر چپه شوی او بیا یې اور اخیستی چې له کبله یې ۱۵۳ تنه مړي‌ شوي دي.

پېښه د یکشنبې په ورځ (جون ۲۵) شوې ده. په پېښه کې ۱۵۳تنه مړه شوي‌ او شاوخوا ۸۰ نور زخمیان دي.

د تېلو دغه ټانګر له سرحدي‌ ښار کراچۍ څخه لاهور ته په لاره وه چې د تېز رفتار له کبله موټروان کنترول له لاسه ورکړی او چپه شو دی.

په سیمه کې د پولیسو مشر راجا رفعت وویل چې د ټانګر له چپه کېدو وروسته د رمضان پور جویا سیمې خلک له خپلو سطلونو او نورو وسایلو سره راټول شوي‌ چې تیل یوسي، خو ناببره اور لګېدلی دی.

د پاکستان جیو تلویزون وايي د یو سیمه ییز چارواکي رضوان ناصر له خولې لیکلي‌ چې لسګونه زخمیان روغتونونو ته انتقال کړل شوي‌ چې ډېر یې ۷۰ فیصده سوځېدلي دي.

سیمې ته اطفایي‌ او د اور وژنې مامورین رسېدلی چې حالت کابو کړي. یو شمېر عیني‌ شاهدانو رسنیو ته ویلي‌ چې د پېښې په ځای کې ځینو خلکو سکرټ څکول چې شاید د اور لګېدو لامبل شوی وي.

په ۲۰۱۵ کال کې هم په پاکستان کې د تیلو یو ټانکر له یو بل مسافر وړونکي موټر سره ټکر شو چې ۵۹ تنه یې مړه کړل. دا پېښه د پاکستان په شکارپور سیمه کې شوې وه.

XS
SM
MD
LG