د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په امریکا کې د خپل پخواني سفیر د نیولو امر کړی


امریکا ته د پاکستان پخوانې سفیر حسین حقاني
امریکا ته د پاکستان پخوانې سفیر حسین حقاني

د پاکستان سترې محکمې امر کړیدی چې امریکا ته د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني دې ونیول شي او محکمې ته دې حاضر کړل شي.

د پاکستان سترې محکمې حسین حقانې ته د 'میمو گیټ' په دوسیه کې د حاضریدو امر کړی و خوحسین حقاني د تیرو څو کلونو راهیسې پاکستان ته ندی تللی او د محکمې امر یې ندی منلی.

د پاکستان فیډرالي تحقیقاتې ادراې د انټرپول پولیسو نه غوښتي چې حقاني ونیسي او پاکستان ته یې وسپاري.

د پاکستان د جیو ټلویژون وایي چې د دغه هیواد لوی څارنوال رانا وقار سترې محکمې ته وویل چې هغه د بهرنو چارو د وزارت ورته ویلي چې د ایف آی اې اداره به د ښاغلي حقاني د بیرته راوستلو کوښښ وکړي.

د میمو گیټ دوسیه څه ده؟

په حسین حقاني دا تور دی چې د ٢٠١١ کال د می په میاشت کې یې (چې کله هغه په امریکا کې د پاکستان سفیر و) یو امریکایي کاروباري شخص ته یې د پاکستان د پوځ او د پاکستان ولسي( پیپلز) گوند ترمنځ د لانجې په هکله یو یادښت ورکړی و.

د پاکستان د واکمن گوند او د پوځ اړیکې په ایبټ اباد کې د امریکايي ځانگړو ځواکونو د لورې د اسامه بن لادن وژل کیدو نه وروسته سختې خرابې شوې وې.

په حقاني دا تور و چې په دغه یاداښت کې هغه د امریکا نه پدې لړ کې مرسته غوښتي وه چې د پوځ په مقابل کې دې د پاکستان د حکومت سره ودریږي. حتی په هغه دا تور هم لگیدلی و چې غوښتل یې د امریکا په ملاتړ په دغه ملک کې پوځ ضعیفه کړي.

د دغې رپورټونو د خپریدو نه وروسته د هغه وخت د حکومت مخالفه د مسلم لیگ نواز گوند پخوانی ولسمشر زرداري دیته مجبوره کړو چې د سفیر په توگه حسین حقاني د دندې لیرې کړي.

د حسین حقاني دریځ څه دی؟

حسین حقاني د پاکستان د جیو ټلویژن ته په یوې مرکې کې وویل چې د یاداښت دوسیه یواځې د هغه ضد سیاسي دسېسه ده. هغه وویل "د ٢٠١١ کال نه راپدیخوا څلور مشران (قاضي القضات) بدل شويدي او یو یې هم د هغه د نیولو امر ندی کړی خو اوسنی قاضي القضات چوهدري نثار د هغه په ضد استعمالیږي".

حسین حقاني پخوا هم د محکمې په امر ویلي و چې هغه به پاکستان ته بیرته لاړ نشي.

هغه د محکمې د ورستي امر په اړه لا تر اوسه څه ندي ویلي او نه یې په خپل ټویټر څه لیکلي دي خو د ځینو کسانو هغه ټویټونو یې په خپل ټویټر کې ریټویټ کړیدي چې د محکمې دغه امر یې غندلی دی.

د حسین حقاني په ضد سترې محکمې هغه وخت دغه قضیه یو ځلې بیا راژوندۍ کړه چې د پښتونخوا د کوهاټ په سیمې کې دوو کسانو د هغه په ضد پولیسو ته رپورټ ورکړ چې هغه د پاکستان په ضد پروپیگنډ کوي او په خپل کتاب کې یې د پاکستان د پوځ په ضد لیکل کړیدي.

د یادونې وړ ده چې حسین حقاني په خپل کتاب کې ( ستر فریب) کې د پاکستان په پوځ سختې نیوکې کړیدي او وایي چې تل یې امریکا ته دروغ ویلي او پیسې یې ترینه ترلاسه کړیدي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG