د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پخوانی سفیر: خاقان عباسي زمونږ هیواد منزوي کوي


د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني په واشنگټن کې د اسیا ټولنې ته د وینا په حال کې
د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني په واشنگټن کې د اسیا ټولنې ته د وینا په حال کې

په واشنگټن کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې د پاکستان د صدراعظم په وینا انتقاد کړی او ویلي یې دي چې اسلام آباد د نړۍ نه د منزوي کیدو په لور پرمخ ځي.

ښاغلي حقاني همداشان وویل چې هغه د هند او افغانستان په گډون د ټولو هیوادونو سره د پاکستان د ښه اړیکو پلوي دي.

د پاکستان پخواني سفیر په واشنگټن کې د خاقان عباسي خبرې رد کړې او پاکستان یې د سخت دریځو ځاله وبلله چې افراطیانو ته یې پناه ورکړې ده.

د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي د پنجشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو د عمومي منشي نه وغوښتل چې د کشمیر لپاره یو ځانگړی استازی وټاکي او همداشان د هغو ظلمونو په هکله د نړیوالو پلټنو غوښتنه یې وکړه چې ویل کیږي د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې شوي دي.

ښاغلي عباسي هندي پوځیان د هند ضد فعالینو په "وحشیانه" ټکولو تورن کړل. هغه ادعا وکړه چې د نوي ډهلي د اقداماتو په نتیجه کې په سلگونو کڅشمیریان وژل شوي او یو شمیر یې معلول او معیوب شوي دي.

خو هندي مقاماتو د پاکستان د صدراعظم ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې پاکستان سخت دریځو یاغیانو ته په خپل هیواد کې پناه ورکړې ده.

هندي مقاماتو همداشان پاکستان په دې ملامت کړی چې د هند ضد سخت دریځو ډلو ملاتړ کوي، خو پاکستان دغه ادعا رد کړې ده.

د پاکستان له نظره پر افغانستان باندې د هند نفوذ

په نیویارک کې میشت د بهرنیو اړیکو په شورا کې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي تیره اونۍ په پخله وینا کې همداشان خبرداری ورکړ چې په "افغانستان کې د هند سیاسي یا پوځي رول" حالات پیچلي کوي او د ستونزو په حل کې مرسته نه کوي.

د پاکستان صدراعظم وویل "که دوی [هند] غواړي اقتصادي مرستې وکړي اختیار لري، خو نه، نه غواړو او نه یې منو چې په افغانستان کې د هند د سیاسي او یا پوځي رول شاهد واوسو".

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره په خپلې نوې پالیسۍ کې د اسلام اباد د مخالفت سره سره په افغانستان کې د هند د پراخ رول غوښتنه کړې ده.

پاکستان تور لگوي چې د هند استخباراتي اداره د افغانستان د امنیتي بنسټونو سره یوځای د پاکستان د اهدافو پر ضد بریدونه تنظیموي.

خو کابل او نوی ډهلی د پاکستاني مقاماتو دغه ادعاوې ردوي او وایي چې په افغانستان او هند کې اکثر ترهگري د هغو سخت دریځو کار دی چې په پاکستان کې میشت دي او د هغه هیواد د پوځي استخباراتي ادارې او پوځ له خوا یې ملاتړ کیږي.

دا د امریکا د نوي حکومت له لورې د جنوبي اسیا لپاره د امریکایي او پاکستاني لوړپوړو چارواکو لومړنۍ کتنه ده.

ښاغلي ټرمپ ویلي پاکستان په داسې حال کې چې د امریکا نه په میلیاردونو ډالر مالي مرستې ترلاسه کوي، هغو ترهگرو ډلو ته پناه ورکوي چې په افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو باندې مرگوني بریدونه کوي.

ددې سره جوخت د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې د اسیایي ټولنې انجمن ته په وینا کې وویل چې پاکستان د ترهگرۍ پر ضد مبارزه کې او د طالبانو په مخنیوي کې چې د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد استعمال نه کړي، د پوره جدیت نه کار نه اخلي.

د اسیا په انجمن کې له خبرو دوه ورځې وروسته ښاغلي غني د بهرنیو اړیکو د شورا په څیږنیز بنسټ کې د وینا پر مهال وویل چې د هغه تر مشرۍ لاندې حکومت هڅه وکړه چې د اسلام آباد له مقاماتو سره خبرې وکږي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اختلافونه حل شي، خو پاکستان په عمل کې دا ډول اقدام نه مني.

جمهور رئیس غني وویل "پاکستان ته مې لاسونه وړاندې کړل او هغوی مې [پر لاسونو] لاړې تو کړې، ځکه هغوی فکر وکړ چې کولای شي مونږ وپرزوي."

ښاغلي غني ددې ترڅنگ چې پاکستان یې په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو په ملاتړ ملامت کړ، ټینگار یې وکړ چې د افغانستان د کړکیچ پای ته رسیدل هم د پاکستان مرستې ته اړتیا لري.

خو پاکستاني مقاماتو په وار وار دغه ډول ادعاوی رد کړي او ویلي یې دي چې دا هیواد د ترهګرو ملاتړی نه دی بلکه پخپله د تاوتریخوالي او ترهګرۍ قرباني شوی دی.

ښاغلي غني وویل چې د پاکستاني مشرانو سره خبرو ته تیار دی چې د یوې پراخې مفاهمې له لارې اختلافونه حل شي او په سیمه کې سوله ټینگه شي، ځکه د هغه په وینا د پاکستان سره په سوله په افغانستان کې د طالبانو یاغیگري پای ته رسیږي.

ښاغلي غني ویلي چې اوس پاکستان ته دا فرصت ترلاسه شوی چې د خبرو له لارې مشکلات حل کړي او د تیرو اعمالو له تکرار ډډه وشي. ښاغلي غني وویل "که پاکستان ددې فرصت نه گټه وانخلي، فکر کوم سخت تاوان به وگالي."

جمهور رئیس ټرمپ هم ویلي دي چې که اسلام آباد په پاکستان د ترهگرو د پناه ځایونو پر وړاندې اقدام ونه کړي، د امریکا متحده ایالات به چپ پاته نشي.

XS
SM
MD
LG